د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

د کندهار له زندان څخه ۶۰ تنه جنايي بندیان ازاد شول


د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر اساس د کندهار له زندان څخه ۶۰ تنه جنايي بندیان ازاد شول.

دغه ۶۰ تنه بندیان چې ټول‌يې جنايي دي د میلادالنبي د ورځې په مناسبت د ولسمشر د ۱۶۷ ګڼه فرمان پر اساس له بنده ازاد شول.

د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوشان د رسنیو سره خبرو کې وويل چې ازادو شویو کسانو کې یوه ښځه او درې کوچنیان هم شامل دي.

د نوموړي په وینا د ولسمشر د دغه فرمان پر اساس د یو شمېر زندانیانو د بند په موده کې کموالی هم راغلی دی.

ښاغلي کوشان زیاته کړه:

"تاسې وینئ چې د ولسمشر د ۱۶۷ ګڼه فرمان پر اساس ۶۰ تنه بندیان ازاد شول او د ۸۷ نورو بندیانو په بند کې کموالی راغلی دی."

په عین وخت کې يو شمېر هغه زندانيان چې له بنده خوشې شول د ولسمشر غني د دغه فرمان ستاينه کوي او وايي چې ولسمشر دې د هغو بندیانو په اړه هم څېړنې وکړي چې له کلونو راهيسې يې دوسيې نه‎دي څېړل شوي.

یو تن‌یې وايي:

"د محبس ژوند سخت دی، موږ خوشحاله یو چې له محبسه وځو، محبس د عبرت ځای دی زه ځوانانو ته دا وایم داسې کار ونه‎کړي چې سبا يې ځای محبس وي."

د کندهار محبس کې له سیاسي بندیانو پرته ۱۹۱۵ جنايي بندیان شته چې له دې جملې څخه‌يې ۲۷ ښځې دي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG