د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

هېواد: د قبایلي سیمو په اړه د پاکستان پرېکړه په کلکه غندو


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په پاکستان کې د بند پاتې شويو هغو افغانانو په اړه چې په قانوني وېزه هغه هېواد ته تللي او دغه شان د قبایلي سیمو په اړه د نوموړي هېواد د کابینې د تازه پرېکړې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګنې په یو مطلب کې لیکلي، پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال وايي، په دغه هېواد کې به د بند پاتې شویو افغانانو د لېږد لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه وکړي.

ویسا د ښاغلي زاخېلوال له قوله لیکلي چې په دې اړه یې له افغان حکومت سره هم خبرې کړې او ښايي د دغو پروازونو تابیا ونیول شي.

په مطلب کې د زاخېلوال په حواله راغلي چې په پاکستان کې یې د ګڼو ګوندونو سره هم د تورخم دروازې د خلاصېدو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې پر خپل حکومت فشار راوړي.

سرخط:

سر خط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلي چې پاکستان اوس د سرتاج عزیز په خوله هم پیاز نه خوري.

په مطلب کې راغلي چې په پاکستان کې افغان سفیر ویلي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره یې دا موضوع شریکه کړې چې لږ تر لږه دې د هغو کسانو پر مخ لارې خلاصې شي چې په پاکستان کې بند پاتې دي خو د نوموړي په خبره چې د کلکې ژمنې با وجود لا هم ستونزه به خپل حال پاتې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د قبایلي سیمو په اړه د پاکستان د کابینې د وروستۍ پرېکړې په اړه سرمقاله لیکلې ده.

هېواد لیکلي، د قبایلي سیمو په اړه د پاکستان پرېکړه د منلو وړ نه ده او په کلکه یې غندو.

په سرمقاله کې راغلي د پنجاب حکومت دا حق نه لري چې هغه ولسونه ټوټه ټوټه کړي کوم چې له پېړیو پېړیو راهیسې ګډ دیني، مذهبي، ژبني، فرهنګي او سمتي مشترکات لري.

په سر مقاله کې دا هم راغلي چې پاکستان غواړي پر افغانانو د ډیورند کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره قبایلي سیمې د خیبر پښتنوخوا په ایالت کې مدغمې کړي.

XS
SM
MD
LG