د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

مککین: که افغانستان ته پام ونشي حالت په سټراټیژیکه ناکامۍ تمامېږي


په داسې حال کې چې افغانستان کې د تېرو کلونو په مقایسه ناامنۍ پراخې شوي د امریکا سنا کې د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور جان مک‎کېن د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې دې هېواد ته دې پاملرنه زیاته کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل:

"ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره باید افغانستان سره هماغسې بېړنۍ او عاجل چلند وکړي لکه د اسلامي دولت په نوم د وسله‎والې ډلې پرضد جګړې ته چې نیت لري."

سناتور جان مک‎کېن خبرداری ورکړ، که افغانستان ته پاملرنه ونه شي روان وضعیت به په دې هېواد کې په سټراټیژیکه ناکامۍ تمام شي.

د امریکا سنا کې د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې رئیس سناتور جان مک‎کېن زیاته کړه:

"تېروتنه باید ونه شي افغانستان په شدت زموږ د شریک دښمن څخه د خپلو هېواد د دفاع لپاره مبارزه کوي. خو موږ هم باید دا درک کړو چې امریکا اوس هم په افغانستان کې د هغو ترهګرو دښمنانو پرضد جګړه کې ښکیل ده چې زموږ پر هېواد یې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه کړي وو."

سناتور جان مک‎کېن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره میاشت افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت امریکايي قومندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل:

"افغانستان کې د اوسني په ټپه دریدلي حالت د بدلون لپاره څو زرو نورو امریکايي او یا هم د ناټو د نورو غړیو سرتېرو ته اړتیا لري څو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په ښه توګه وکړی شي."

تراوسه پورې امریکايي دفاعي چارواکو په څرګنده د جان نیکلسن د دې غوښتنې په اړه څه نه‎دي ویلي.

په دې اوونۍ کې کانګرس ته په وینا کې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان یادونه ونه‎کړه خو ویې ویل چې د اسلامي دولت د وسله‎والې په نوم ډلې "داعش" پرضد به په ټوله نړۍ کې په شدت مبارزه وکړي.

سناتور جان مک‎کېن د ولسمشر ټرمپ د دې ژمنې ستاینه وکړه خو ویلې یې دي:

"اړتیا ده چې افغانستان هم زموږ د لومړیتوبونو په سر کې و اوسي."

دې امریکايي سناتور په خپلې اعلامیې کې په افغانستان کې وروستیو ناکررایو ته اشارې کړې او په کابل کې یې د چهارشنبې د ورځې د بریدونو یادونه کړې چې لږ تر لږه تر شلو زیات کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

نوموړي همدارنګه د افغانستان شمال کې د طالبانو پر لاس د یوې بلې ولسوالۍ د سقوط یادونه هم کړې او ویلې یې دي:

"دا شاتګ په ټول هېواد کې په ځورونکو زیانونو پسې رامنځ ته کېږي."

د پنټاګون چارواکي پلان لري په دې پسرلي کې د افغانستان جنوب لویدیځ ته ۳۰۰ امریکايي سمندري سرتېري واستوي.

سناتور جان مک‎کېن او جنرال جان نیکلسن دا اقدام ستايي خو کافي یې نه ګڼي.

سناتور جان مک‎کېن وايي:

"غواړي چې ولسمشر ټرمپ له فرصته ګټه واخلي، په افغانستان کې روانه پاڼه بدله کړي او بالاخره زموږ نظامي قوماندانانو ته هغه سرچینې او واک برابر کړي چې هغوی ورته زموږ د دښمن خلاف د جګړې د نوښت په لاس کې اخېستو لپاره اړتیا لري."

دا مهال افغانستان کې ۸۵۰۰ امریکايي سرتېري او د ناټو د نورو متحدانو شاوخوا پنځه زره سرتېري مېشت چې د افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او ملاتړ برابروي.

XS
SM
MD
LG