د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

احمدزی: هیله ده چې د راتلونکي اوونۍ تر پایه د ټاکنو نېټه معلومه شي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر هیله ښودلې چې تر راتلونکې اوونۍ پورې به د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه معلومه شي.

نجیب‎الله احمدزي تېر ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړ.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"زه هیله من یم چې د راتلونکي اوونۍ تر پای پورې د ټاکنو نېټه معلومه شي او راتلونکې ټاکنې ډېرې شفافې، عادلانه، بې‎طرفه او سرتاسري وي."

ښاغلی احمدزی وایي، اوس چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر وټاکل امام محمد وریماچ وټاکل شو او هم ولسمشر د یوه فرمان په صادرولو سره د ثبت احوال نفوس قانون د شپږمې مادې تعدیل توشیح کړ، نو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره چارې ګړندۍ کېږي.

په‎دغه تعدیل سره پر فردي مشخصاتو سربېره په بریښنایې تذکرو کې به د دین، قوم او ملیت کلمې ولیکل شي او د بریښنایي تذکرو د ویش ستونزه هوارېږي.

د افغانستان حکومت وایي، د دغو تذکرو ویش د هغه هېواد د وګړو په اړه د یوې دقیقې شمېرې د نه درلودلو ستونزه هواروي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر وویل، که څه هم د دغو بریښنایې تذکرو ویش ډېر وخت غواړي، خو د ښاغلي احمدزي په خبره دا کار د انتخاباتو له شفافیت سره مرسته کوي.

په‎دې ځای کې دا پوښتنه مطرح کېږي چې اوس د ولسي جرګي او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدو په وړاندې عمده ستونزې څه دي؟

نجیب‎الله احمدزي دغه ستونزې داسې یادې کړې:

"موږ شاوخوا اووه زره انتخاباتي مراکز لرو چې اکثره یې په شخصي کورونو کې دي. موږ غواړو دغه مرکزونه عام المنفعه ځایونو ته انتقال کړو، څو خلک په اسانۍ سره وکولای شي دغو مرکزونو ته لاس‎رسۍ ولري. دوهم کار، غواړو د شفافیت لپاره د رأی ورکوونکو لېست جوړ کړو ځکه دا ډېر مهم دی. دا دوه عمده کارونه شته چې کوښښ کوو تر انتخاباتو دمخه یې وکړو."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړي رفیع‎الله بیدار
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړي رفیع‎الله بیدار

تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړي رفیع‎الله بیدار د دغو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته ویلي و چې د انتخاباتي حوزو په اړه سلا مشورې، د تېرو انتخاباتو کارتونو ته اعتبار ورکول او یا د نویو کارتونو د ویشلو په اړه ارزونې، د رأی ورکوونکو لېست جوړول او د اړینو مالي او لوژیستیکي ملاتړ ترلاسه کول هغه ستونزې دي چې دا کمېسیون یې باید تر انتخاباتو دمخه حل کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر له حکومته غواړي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د امنیت تابیا وکړي.

XS
SM
MD
LG