د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۴

د سعودي پاچا د ۱۵۰۰ کسیزه هیئت په مشرۍ اندونیزیا ته ولاړ


د سعودي عربستان پاچا په بې‌ساري سفر اندونيزيا ته رسېدلی، دی د جاکارتا په هوايي ډګر کې په طلايي رنګه زينو کې له الوتکې راښکته شو.

پاچا سلمان د پنځلس سوه کسیزه هيئت په مشرۍ دغه سفر کوي.

دا په پنځوسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د سعودي عربستان پاچا اندونيزيا ته سفر کوي.

د چهارشنبې په ورځ د اندونيزيا د پلازمېنې په حلیم هوايي ډګر کې د سعودي عربستان د پاچا رسمي او د زرګونه کسانو له‌خوا تود هرکلی وشو.

سلمان پاچا له خپلې الوتکې په طلايي رنګه زينو کې راښکته شو چې له سعودي عربستان ورسره راوړل شوې وې او څو متره پاتې ساحه په لفت کې راښکته شو.

د اندونيزيا ولسمشر جوکو جوکووي ويدودو او د جاکارتا عيسوي والي بسوکي تجاجا پورناما د پاچا سلمان هرکلی وکړ.

د سعودي عربستان پاچا سلمان په کلک امنيت کې د بوګور ماڼۍ خوا ته بدرګه شو.

سربېره پر دې چې باران و، زرګونه خلک چې ډېری يې د مکتبونو زده‌کوونکي وو، ده ته د لارې دواړو غاړو ته ولاړ وو.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د ځايي رسنيو له قوله ليکي چې په بوګور ماڼۍ کې د ښځو او سړو لوڅې مجسمې به سعودي ليدونکو ته د درناوي په خاطر پټې کړای شي.

په جنورۍ مياشت کې کله چې د جاپان صدراعظم شينزو ابي اندونيزيا ته سفر کړی و، اندونيزيا ورته کار هغه وخت هم کړی و.

سلمان پاچا د اړيکو ښه کولو په خاطر اسيايي هېوادونو ته د سفر پر مهال د لومړي ځل لپاره اندونيزيا ته تللی دی.

تر دې مخکې ماليزيا ته په خپل سفر کې پاچا سلمان د عربستان د ګازو د لوی شرکت ارمکو «Aramco» لپاره د اووه مليارده ډالرو يو قرارداد لاسليک کړ چې له مخې به‌یې سعودي عربستان د تېلو د تصفيې په يوه ماليزيايي شرکت کې پنځوس فیصده برخه تر لاسه کړي.

ټاکل شوې ده د سعودي عربستان او اندونيزيا تر منځ لس قراردادونه لاسلیک شي او اندونيزيا وايي، هيله لري د سلمان پاچا دغه سفر به ورته د ۲۵ ملياردو ډالرو پانګه جذب کړي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، اندونيزيا د منځ‌لاري اسلام پيروي کوي او ډموکرات حکومت لري.

اندونيزيا لېواله دی چې د حج لپاره د خپلو وګړو کلنۍ برخه خوندي وساتي.

پر مشترکو مذهبي عقايدو سربېره، سعودي عربستان زرګونه اندونيزيايي اتباع استخدام کړي او دا سربېره پر دې چې د اندونيزيا حکومت وروسته له هغه سعودي عربستان ته د کار لپاره پر تګ بنديز ولګاوه چې په دې هېواد کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يوه اندونيزيايي مزدوره اعدام شوه.

د عربستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، پاچا سلمان به له دغه هېواده برونای، جاپان، چين او مالديو ته هم سفر وکړي او د دغه سفر پر مهال د شااوخوا ۱۵۰۰ کسانو هيئت ورسره دی.

XS
SM
MD
LG