د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي د چهار شنبې په مازیګر شااوخوا څلور نیمې بجې د لعلپورې ولسوالۍ د چکنور په سیمه کې بېپيلوټه الوتکې برید کړی.
نوموړی وايي په دې برید کې د وسلهوالو طالبانو د خراسان ډلې د يو مهم قوماندان الياس په ګډون شپږ تنه ووژل شول او يو ټپی شوی.
خوګياڼی وايي په دغه بريد کې د وسلهوالو يو مرکز او وسلې هم لهمنځه وړل شوي دي.
د سیمې یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې په دې برید کې څلور تنه قومي مشران هم وژل شوي.
پخواني معلومات:
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د هوايي برید په پايله کې څلور مهم وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د چهارشنبې په مازيګر شااوخوا څلورنیمې بجې بېپيلوټه الوتکې د لعلپورې ولسوالۍ په چکنور سیمه هوايي بمبار کړی.
د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي په دې بمبار کې د دولت مهم وسلهوال مخالفين وژل شوي خو کره شمېرهيې نهده معلومه.
خو له سیمې څخه یوې باوري سرچينې ازادي راډيو ته ويلي چې په دې بمبار کې د مولوي محمد الیاس په نوم د جنېد خراسان طالبان ډلې مشر او د هغه درې ملګري وژل شوي دي.
دارنګه یاده سرچينه وايي په دې بمبار کې څلور قومي مشران هم وژل شوي دي.
ځيني باوري سرچينې وايي جنېد خراسان طالبان نوې ډله ده چې په دې وروستیو کې يې په لعلپورې ولسوالۍ کې د افغان دولت پر ضد فعالیت پيل کړی و.
تر دا مهاله وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.