د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د بدخشان اوسېدونکي: وَردوج د طالبانو د پلان جوړولو په مرکز بدل شوی


د بدخشان د وَردوج ولسوالۍ د یو شمېر مخورو او خلکو په وینا چې اوس‏‌مهال دغه ولسوالۍ د سیمه‌ییزو طالبانو او د بهرنیو جنګیالیو د پلان جوړولو په امن مرکز بدل شوې ده.

د وَردوج ولسوالۍ نېږدې دوه کاله کېږي چې د وسله‏‌والو طالبانو په کنټرول کې ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې اوس‏‌مهال د دې ولسوالۍ خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ان یو شمېر خلک دومره توان نه‌‏لري چې د خپل کور لومړنۍ اړټیاوې پوره کړي.

د وَردوج ولسوالۍ خلک وايي چې د دې ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره مرکزي حکومت جدې اراده نه‌‏لري.

مولوي عبدالقدیر او امام‎الدین د یادې ولسوالۍ د نورو خلکو په استازیتوب ازادي راډيو ته وویل:

"له هغه وخت راهیسې چې د وَردوج ولسوالۍ سقوط کړی هلته خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، خلک د خپل ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي، حال دا چې د وسله‎والو مخالفینو ډوډۍ هم پرې حواله ده."

"موږ په وار-وار د دولت دروازې ته ورغلي یو چې د وَردوج ولسوالۍ تصفیه کړي او خلک چمتو دي چې له دولت سره مرسته وکړي، خو دوی موږ ته وايي چې نن عملیات پیلېږي او سبا پیلېږي."

په ورته وخت کې د وَردوج ولسوال دولت محمد خاور بیا وايي، که د پسرلي د رارسېدو نه مخکې دغه ولسوالۍ د وسله‌ والو طالبانو له شتونه تصفیه نه‎شي، نو د هوا په ګرمېدو سره به د ناامنیو لمن د بدخشان نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.

ښاغلی خاور وايي:

"اوس غرونه واورو پوښلي او که واورې اوبه شي، نو بیا وسله‎وال طالبان غرونو ته پورته کېږي او پر امنیتي ځواکونو برېدونه کوي، خو که عملیات ونه‎شي، نو د هوا ګرمېدو سره به د څو نورو ولسوالیو امنیت هم خراب شي."

بل‏‌خوا د بدخشان والي احمد فیصل بیک‌زاد وايي چې د امنیتي ځواکونو عملیاتي پلان بشپړ شوی او نېږدې ورځو کې به د دې ولایت د دوه ولسوالیو بېرته نیولو په هدف پراخ چاڼیز عملیات پیل شي.

د بدخشان والي احمد فیصل بیک‌زاد
د بدخشان والي احمد فیصل بیک‌زاد

نوموړی وايي:

"زموږ عملیاتي پلان تکمیل شوی او نېږدې راتلونکي کې د هغو ولسواليو بېرته نیولو په هدف عملیات پیلېږي چې د طالبانو په کنټرول کې دي، څو سیمه د دښمن له وجوده پاکه شي."

ښاغلی بیک‌زاد زیاتوي چې اوس‏‌مهال د "کوکچه ۱۱" په نوم د افغان ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات د دې ولایت په جُرم ولسوالۍ کې جریان لري او روانو عملیاتو کې افغان ځواکونه ښې لاسته راوړنې هم لري.

د یادونې وړ ده کابو دوه‎ کاله کېږي چې د بدخشان دوه ولسوالۍ وَردوج او یُمګان د وسله‌والو مخالفینو او بهرنیو جنګیالیو په اداره کې دي، خو د دغو ولسوالیو خلک له مرکزي حکومته غواړي چې د دغو دوه ولسوالیو د بېرته نیولو برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، څو خلک خپلو سیمو کې په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG