د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

ازاد: افغان سوله او اداري فساد د تماس ګروپ کنفرانس د بحث مهم ټکي دي


د تماس نړيوال ګروپ ناسته د افغانستان او اسلامي کنفرانس سازمان په کوربه‎توب د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت د سیاسي مرستیال په مشرۍ يو پلاوي په دغې ناسته کې ګډون کړی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد

خو دا چې په دغې ناسته کې په کومو موضوعاتو خبرې وشوې په اړه‌‌یې ښاغلي ازاد وویل:

"په دې ناسته کې د افغانستان د سولې په بهیر، په دې برخه کې په شويو پرمختګونو، اداري فساد سره په مبارزې او د اصلاحاتو په ګډون په سیمه‌ییزې همکارۍ بحث وشو."

دا د تماس نړيوال ګروپ شلمه ناسته ده چې د شااوخوا ۴۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په کې ګډون کړی.

په دغې ناسته کې د مرسته کوونکو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان په ګډون د يو شمېر نورو سازمانونو استازو هم ګډون کړی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا ډول ناستې هر کال څلور يا پنځه ځلې ترسره کېږي.

په دغو ناستو کې د افغانستان د بېلابېلو پرمختګونو په اړه راپور وړاندې کېږي او مرسته کوونکي هېوادونه او سازمانونه پرې خپل نظرونه ورکوي.

په دغې ناسته کې د افغانستان د ماليې وزارت او د سولې او امنیت شورا استازو هم د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی.

په همدې حال کې د افغانستان سولې عالي شورا وايي، دا د سعودي عربستان او ګډون ‎کوونکو هېوادونو دنده ده چې د افغانستان د قضیې په اړه بې‌تفاوته پاتې نه‎شي.

د دغې شورا ویاند امین‎الدین مظفري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې طالبان تر ډېره خپل جنګ ته شرعي جواز ورکوي او سعودي عربستان کولای شي چې د خپل نفوذه په ګټې اخیستنې طالبان د خبرو مېز ته کېنوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند امین‎الدین مظفري

ښاغلي مظفري زیاته کړه:

"طالبان خپل جنګ ته د شریعت له مخې مشروعیت ورکوي نو له دې اړخه هم سعودي عربستان چې د دغې ناستې کوربه دی او يو اسلامي هېواد دی او په ناسته کې هم د اسلامي هېوادونو استازي ګډون کوي نو د دوی مسؤلیت دی چې په مخالفینو فشار راوړي څو د خبرو مېز ته راشي او په افغانستان کې سوله راشي."

خو يو شمېر افغان کارپوهان بیا د دا شان ناستو پایلو ته ډېر هیله‌مند نه‎دي.

بشیر بېژن وايي چې په دغسې ناستو کې تر ډېره مشوره او د نظر تبادله کېږي او هېڅ داسې پرېکړه نه‎کېږي چې د افغانستان د سولې پر پروسې د پام وړ اغېز ولري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG