د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

غني: طالبان دې د خپلې جګړې په اړه دیني علماو سره دلایل ووايي


ولسمشر محمد اشرف غني له وسله‌والو طالبانو غواړي چې په هېواد کې د روانې جګړې په اړه د افغان علماو سره کېني او خپل دلایل ووايي.

ولسمشر غني د وسله‌والو طالبانو مشران په دوه مخیتوب تورنوي او وايي چې که د روانې جګړې په اړه د دوی باورونه سم وي په اړه دې یې علماو ته ځواب ووايي.

ښاغلي غني د د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې لمانځ‌غونډې ته وویل چې طالبان د ګڼو پوښتنو سره مخ دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ایا طالبان دې ته چمتو دي چې د افغانستان له علماو سره کېني او دلیل وايي؟ ایا بغاوت په اسلام کې روا دی؟ ایا په هغې خاوره کې جنګ جایز دی چې په محکمو کې یې شریعت چلېږي او قانون‌یې د طالبانو د هر یار او بادار تر قانون اسلامي دی؟"

ښاغلی غني وايي چې د وسله‌والو طالبانو مشران په عیش او عشرت کې ژوند کوي ولې د پردیو اولادونه انتحاري حملو او جګړو ته چمتو کوي.

هغه طالبان د افغانستان د کانونو په لوټولو او د هیروینو په قاچاق کې ښکېل وبلل او ویې‌ویل چې دا ډله د هر هغه چا په وژلو کې لاس لري چې د افغانستان پرمختګ غواړي.

خو د دې ټولو په بدل کې ښاغلي غني افغان ځواکونه مېړاني وبلل چې په ټوله معنی د هېواد د تمامیت او خپلواکۍ څخه دفاع کوي.

له دې وړاندې پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف هم وسله‌وال طالبان مناظرې او د علماو سره پر مخامخ خبرو چلنج کړي ویلي يې دي چې دوی باید پر خپل ذهنیت بیا کتنه وکړي.

افغان چارواکي وايي چې د وسله‌والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره‌یې هېڅ ډول هڅې نه‌دي سپمولي او د ثبات د ټینګښت لپاره‌یې حتی څو اړخیزو غونډو له دې امله نتیجه نه‌ده ورکړې چې د سیمې هېوادونه نه‌غواړي افغانان ارامه ژوند وکړي.

په کابل کې مېشت د طالبانو پخوانی غړی سلام راکټي بیا د افغان حکومت د دې غوښتنې په غبرګون کې وايي چې وسله‌وال طالبان پر حکومت باور نه‌لري تر څو له چارواکو سره پر روانو ستونزو سپینې خبرې وکړي.

له دې سره د ولسي جرګې غړی او دیني عالم مولوي تره‌خېل محمدي په دې باور دی چې د هېواد ورانول د هېڅ افغان په ګټه نه‌دی او باید هم له دې کاره لاس واخلي.

مولوي تره خېل.
مولوي تره خېل.

نوموړي زیاته کړه:

"دا جنګ د افغانستان د خلکو په خیر نه‌دی، په دې کې د مسلمان وینه په ناحقه تویېږي، لکه څنګه چې الله جل جلاله ویلي په سوله کې خیر دی نو غوره ده چې مومنان سره کېنو او دا وطن په ګډه جوړ کړو د افغانستان ورانول د دې وطن د مظلوم ملت په ګټه نه‌دی."

ښاغلی محمدي وايي د وسله‌والو طالبانو تر شا د سیمې د یو شمېر هېوادونو لاسونه دي خو ګواښ کوي چې که له دې لوبې لاس وانه‌خلي دا اور به تر دوی وغځېږي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر نور کارپوهان وايي، که طالبان جګړه یوې خواته کړي او د خبرو له لارې خپل اختلافات له دولت سره شریک کړي ګته به‌یې ډېره او د وینو تویولو مخه به نیول شوي وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG