د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

د سوریې د بحران د حل په هدف د سولې خبرې سویس کې ترسره کېږي


د سوریې د کړکېچ د هواري په هدف د استانې تر غونډې یوه اوونۍ وروسته په ژنیو کې په همدې هدف نننۍ ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې د سوریې د سیاسي راتلونکې د یوې حل لارې د موندلو هیلې کمرنګې بلل شوي دي.

پرون ژنیو ته د سوریې د رژیم د مخالفینو د استازیو تر رسېدو وروسته د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمیسټورا "Staffan de Mistura" وویل چې سولې ته د رسېدو امکان محدود دی.

"موږ به جدي هڅه وکړو. لکه څنګه چې پوهېږئ دا د ژنیو د خبرو څلورم دور دی او داسې وخت ترسره کېږي چې موږ غواړو د سوریې خلکو او په سوریه کې ښکېلو خواوو ته فرصت ورکړو چې له جنګ ور هاخوا هدفمندې خبرې وکړي."

د ژنیو د سولې د دې دور خبرو لپاره په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر بشر الجعفري "Bashar al-Jaafari" د رژیم استازیتوب کوي.

د مخالفینو استازیتوب ډاکټر ناصرالحریري "Nasr al-Hariri" او حقوق‎پوه محمد صبرا "Mohammad Sabra" په غاړه لري.

د سوریې د کړکېچ د هواري په هدف په ژنیو کې وروستۍ ناسته ۱۰ میاشتې مخکې شوې وه.

د سوریې د کړکېچ د هواري په هدف د ژنیو د سولې خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسیې د بشار الاسد له رژیمه غوښتي چې د یادې غونډې پر مهال په مخالفینو بمباري بنده کړې.

روسیې دا چمتوالی هم ښودلی چې په سوریه کې د خوندي ساحو د رامنځته کولو په خاطر له امریکا سره خبرې وکړي.

روسیې ویلي، دا ډول پروګرامونه باید د سوریې له حکومت سره په همغږي کې تنظیم شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې تېره اوونۍ یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره په همدې موضوع واضح خبرې کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

ښاغلي لاوروف ویلي، ټیلرسن په ځواب کې وویل چې په دې مسئلې غور دوام لري.

په سوریه کې د خوندي ساحو د رامنځته کولو مسئله د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تېره میاشت راپورته کړه او ویې ویل چې امریکا ته د کډوال کېدو پرځای په سوریه کې خلکو ته خوندي ساحي رامنځته کوي چې په خپل هېواد کې مېشت شي.

جګړو چې د سوریې نیمايي برخه نفوس بې کوره او کډوال کړی له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې څلور لکه کسان وژلي لا هم د دغه هېواد په ګوټ ګوټ خوره ده او نړیوال یې په هواري نه دي بریالي شوي.

ملګري ملتونه او عرب‎لیګ وايي، له ۲۰۱۱میلادي کال راهیسې ۴ لکه کسان په سوریه کې وژل شوي دي.

د سوریې د پالیسي تحقیقاتي مرکز بیا دا شمېر څلور لکه اویا زره یادوي خو د سوریې د بشري حقونو لندن مېشته ډله د وژل شوېو کسانو شمېر د ۳۱۰ زره او ۴۳۷ زرو تر منځ بولي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG