ټاکل شوې ده، په جینوا کې د سوریې د سولې د خبرو اترو تازه پړاو د پنجشنبې په ورځ پیل شي.
دا خبرې اترې د ملګرو ملتونو په ملاتړ ترسره کېږي او د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره یو غوره فرصت ګڼل کېږي.
خو یو شمېر کارپوهان اندېښنه ښيي چې د سولې په دې خبرو اترو کې به په سوریه کې د ترسره شویو جنایتونو په وړاندې ځواب ویل له پامه غورځول شوي.
سره له دې چې د سوریې د سولې دوهم پړاو خبرې اترې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې کېږي او په وروستیو کلونو کې د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره یو غوره فرصت بلل کېږي، اساسي اندېښنه دا ده چې «په دې خبرو اترو کې به عدالت د سولې» په نوم قرباني شي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د هغو کسانو لپاره چې د بشري حقونو د قوانینو په برخه کې فعال دی دا یو وېرونکی ټکی دی چې سوریه کې د شویو جنایتونو په اړه د ځواب ویلو مسئلې ته، د دې خبرو اترو په اجنډا کې ځای نهدی ورکړل شوی.
د سوریې د رژیم یو مخالف حقوقپوه انور البوني، په جینوا کې روانې ډیپلوماتیکي هڅې د سوریې د خلکو د وینو پر بیه د وخت ضایع کول بللي دي.
انور البوني د هغو کسانو څخه دی چې د یوې سوریايي محکمې د رامنځته کېدو لپاره هڅه کوي څو جنګي مجرمان ونهتوانېږي د قانون له منګولو د معافیت په ترلاسه کولو ځان وژغوري.
ښاغلي البوني د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي:
"تر اوسه موږ هم قربانیانو ته او هم د جنګي جرمونو مرتکبینو د یو سم پیغام پر استولو نه یو توانېدلي."
د نوموړي په وینا کله چې د سوریې د کړکېچ په هواري کې د جنګي مجرمینو د مجازات، بیارغونې او یا هم د کډوالو د بېرته راستنېدو په اړه خبرې کېږي، د ټولې نړیوالې ټولنې همکارۍ ته پهکې اړتیا ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د یو راپور پر بنسټ چې په روانه میاشت کې خپور شو، د سوریې رژیم د ۱۳ زرو په شااوخوا کې کسان یوازې د دمشق په یو زندان کې په دار ځړولي دي.
د سوریې د حکومت او مخالفینو تر منځ په جینوا کې د سولې د خبرو په څلورم پړاو کې به په نویو سیاسي او نظامي مېکانیزمونو خبرې وشي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د سوریې کړکېچ د عدالت هغه نړیوال سیسټم له ازموینې سره مخ کړی چې د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته رامنځته شوی دی.
د دې ستونزې یوه برخه له دې کبله ده چې روسیې د جرمونو نړیوالې محکمې ته د سوریې د راجع کولو د هڅو مخه نیولې ده.
خو د جرمني په شمول په ځینو اروپايي هېوادونو کې چې د سوري کډوالو یوه لویه برخه پهکې اوسېږي، تحقیق کوونکي په سوریه کې د ترسره شویو جنګي جرمونو د ګڼو ادعاوو په اړه څېړنې کوي.