د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

قزاقستان کې د سوریې سولې په تړاو د روغې جوړې خبرې پيل شوې


د سوریې په اړه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سولې خبرې پیل شوې.

د دغو خبرو لپاره چې پر کوربه هېواد سربېره روسیې، ایران او ترکیې یې زمینه برابره کړې، هدف‌یې په سوریه کې د اوربند لاټینګېدل دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر کیرات عبدالرحمانوف په استانه کې د سورېې د سولې د خبرو په اړه غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې د قزاقستان ولسمشر نه‌یوازي سیمه‌ییزې بلکې نړیوالې سولې ته ژمن دی ځکه‌یې د سوریې د روان کړکېچ د هواري لپاره په استانه کې دغې غونډې ته زمینه برابره کړې ده.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دغه کړکېچ یوازې د خبرو اترو له لارې هوارېدی شي.

عبدالرحمانوف دغه کړکېچ د خبرو له لارې هوارېدی شي.
عبدالرحمانوف دغه کړکېچ د خبرو له لارې هوارېدی شي.

نوموړي زیاته کړه:

"نننۍ غونډه په ښکاره د هغو نړیوالو هڅو څرګندوی ده چې هدف‌یې د سورېې د وضعیت لپاره د سوله‌ییزې حل لارې موندل دي، قزاقستان په دې باور دی چې د سوریې بحران یوازې د خبرو اترو له لارې چې په متقابل تفاهم او باور ولاړې وي حل کېدای شي."

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، ولسمشر نور سلطان نظرباییف هیله‌مند دی چې د استانې غونډه به د ټولو ښکېلو خواو لپاره لازم شرایط چې وکولای شي د سوریې د کړکېچ لپاره یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي، رامنځته کړي.

په دغو دوه ورځنیو خبرو کې چې سبا به هم دوام کوي، د سوریې حکومت او د دې هېواد د اپوزېسیون پلاوي ګډون کړی دی.

دغو خبرو ته، روسیې، ایران او ترکیې زمینه برابره کړې او په قزاقستان کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي مېستورا پرې څارنه کوي.

پر دې خبرو د امریکا سفیر او ډي مېستورا څارنه کوي.
پر دې خبرو د امریکا سفیر او ډي مېستورا څارنه کوي.

لومړنۍ غونډه یو څه وځنډېډله ځکه دا نه‌وه معلومه چې د سوریې دواړه پلاوي موافق دي چې په ګډه په‌کې ګډون وکړي.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله چې نوم‌یې نه‌دی ذکر شوی ویلي چې د سوریې حکومتي پلاوی د ایران د استازو تر څنګ ناست و او د اپوزېسیون پلاوی هم د ترک استازو په خوا کې.

د دغو خبرو هدف دا دی چې هغه اوربند لاپیاوړی کړي چې په تېر ډسمبر میاشت کې پرې د سوریې د جګړې ښکېلو خواو موافقه کړې وه او هم د سوریې د کړکېچ د هواري پروسه چې د سویس په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ مخ ته وړل شوې، ګړندۍ کړي.

ټاکل شوې چې په جینوا کې راتلونکې خبرې د فبرورۍ په اتمه ترسره شي.

روسیې او ترکیې د دوه مخالفو لورو ملاتړ کړی دی.

روسیې او ترکیې د دوه مخالفو لورو ملاتړ کړی.
روسیې او ترکیې د دوه مخالفو لورو ملاتړ کړی.

په داسې حال کې چې مسکو د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي انقره بیا د هغو ډلو چې غواړي نوموړی له قدرته لیرې کړي تر شا ولاړه ده.

روسیه او ترکیه په دې اړه چې اسد په قدرت کې پاتې شي او که ترې لیرې شي اختلاف لري، خو د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د جنورۍ په شلمه وویل چې د ترکیې لپاره نوره دا واقعي خبره نه‌ده چې له اسد پرته د دغه کړکېچ پر هواري ټینګار وکړي.

استانه کې دغه خبرې داسې وخت کې ترسره کېږي چې د سوریې حکومت د حلب ښار تر بېرته نیولو وروسته اوس په یوه پیاوړي دریځ کې دی.

د سوریې د اپوزېسیون مشرانو ویلي چې د اوربند لاټینګېدل د دوی اصلي هدف دی نه د اسد راتلونکې.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له درې سوه زرو زیات کسان وژل شوي او د دې هېواد د وګړو تقریباً نیمایي یې له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG