د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له یو شمېر امریکايي سناتورانو سره په یو لړ مهمو مسایلو خبرې کړي دي.
د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې دا خبرې د سې شنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې وشوې.
ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر او امریکايي سناتورانو په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو بحث وکړ.
د ولسمشر له مرستیال ویاند دوا خان مینه پال سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او په سر کې یې دا پوښتنه کړې چې د تېرو لیدنو په نسبت له امریکايي سناتورانو سره د افغان ولسمشر اوسنۍ لیدنه څومره مهمه وه او څه توپیر یې درلود: