د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د سرپل والي وايي نړېوالې تروریستي ډلې سرپل کې ځواکونه جذبوي


د سرپل ولایت دولتي چارواکي وايي چې نړیوالې ترورېستي ډلې په دې ولایت کي نسبت پخوا ته ډېرې فعالې شوې دي او اوس-اوس د طاهر یولادش د زوی تر مشري لاندې د ازبکستاني طالبانو ډلې خپل فعالیت د سرپل او جوزجان د پولو تر منځ پیل کړی دی او سرتېري جذبوي.

د دې ولایت والي ظاهر وحدت‌یې په اړه وايي:

"په پنځو جبهو کې په مختلفو ولسوالیو کې موږ د دولت له مخالفو وسله‎والو سره جنګېږو، لامو یوه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې ده. باید یاده کړم چې نړیوال ترهګر هم دې ولایت کې فعالیت کوي."

د سرپل والي وايي چې د دې ولایت له مرکز او بلخاب ولسوالۍ پرته په ټولو نورو ولسوالیو کې د دولت ضد وسله‎والې ډلې او طالبان فعالیت لري.

دی وايي چې د طالبانو ډېر شمېر ډلې داعش سره یوځای شوې دي او یو شمېر نورې ډلې یې ورسره د مذاکرو په حال کې دي او که دا ډلې له داعش سره بیعت وکړي نو د اسلامي دولت ځواکونو یا داعشیانو قدرت زیاتېږي او ناامني په دې ولایت کې لا نوره هم پراخېږي.

ظاهر وحدت‌یې په اړه وویل:

"نن ورځ تاسو هم شاهدان یاست چې داعش دې ولایت کې بیرغ پورته کړی او د طالبانو مختلفو ډلو دوی ته بیعت کړی او یو شمېر نورې ډلې ورسره د مذاکرې په حال کې دي، که دا ترورېستي ډلې سره یو شي، قوت‌یې لا نور پياوړی کېږي او فعالیت‌یې پراخېږي."

د سرپل والي زیاتوي چې طالبان له یو نیم کال راهیسې په کوهستاناتو ولسوالیو کې پراخ فعالیت لري او دلته‌یې د ترهګرو د تربیې او تجهیز مراکز هم جوړ کړي دي او د سرتېرو د جذب په حال کې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې سرپل د شمال زون له کلیدي ولایتونو څخه دی، که دا ولایت د نړېوالو ترورېستانو په منګولو کې ولوېږي نو نور شمالي ولایتونه به هم امن پاتې نه‎شي او ناامنۍ به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې هم زیاتې شي.

په شمال زون کې د سیاسي چارو کارپوه ذبیح‌الله احساس وايي چې د بهرنیو ترورېستانو حضور به ناامني په دې ولایت کې تر بل هر وخته دوامداره وساتي.

احساس‌یې په اړه زیاتوي:

"سرپل یو داسې جغرافیوي موقعیت لري که سرپل ناامنه شي، نو ښکاره ده چې بلخ او جوزجان هم د نا امنۍ په لمبو کې ګیرېدای شي. کوهستانات ولسوالۍ چې د ډېرې مودې راپدېخوا د ازبکو ترهګرو په لاس کې ده دوی دلته ترورېستان روزي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا هم د سرپل دولتي چارواکو ویلي چې د مرکزي حکومت نظامي برخې د یاد ولایت د امنیت ټینګښت ته بې‌پامه دي او په کراتو یې د نظامي تجهیزاتو او ملاتړ غوښتنه کړې، خو لا هم ورسره مرسته نه‎ده شوې.

XS
SM
MD
LG