د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ نړیوال انډېکس کې ۱۶۳م ځای خپل کړ


افغانستان د ۲۰۱۷ کال د اقتصادي خپلواکۍ په نړیوال انډېکس کې په ۱۶۳ ځای کې راغلی دی.

په جدول کې هانګ کانګ، سنګاپور او نیوزیلنډ لومړي درې ځایونه خپل کړي، کاناډا او متحده عربي اماراتو په اووم او اتم ځای کې بریتانیا په ۱۲م، د امریکا متحد ایالات په ۱۷م او ترکیه په ۶۰م ځای کې راغلي دي.

چین په ۱۱۱م، پاکستان په ۱۴۱م او هند په ۱۴۳م ځای کې راغلي دي.

د هېوادونو اقتصادي ودې ته په پام سره دا فهرست ښايي یو څه عجیب ښکاره شي نو دا پوښتنه سمدستي ذهن ته راځي چې د اقتصادي خپلواکۍ معیارونه کوم دي؟

د ۲۰۱۷ میلادي کال د اقتصادي خپلواکۍ انډېکس چې د هېرتېج فونډېشن «Heritage Foundation» تحقیقاتي مؤسسه‌یې هر کال خپروي، د هغو پراخو اسانتیاوو جزئیات خپاره کړي چې خلک په ازادو ټولنو کې ترې برخمن دي، نو ځکه عراق، لیبیا، سوریه، سومالیا او یمن چې د ناامنۍ له کبله سروې په‌کې ناممکنه وه او همداراز لیښتینشتاین د اروپا کوچنی هېواد چې اقتصاد یې تر ډېره له سویس سره تړلی دی په دې فهرست کې نه‌شته.

د افغانستان نوم له اوکراین دوه شمېرې او له ترکمنستانه شپږ شمېرې مخکې او له اکوادور، لایبریا او چاد څخه وروسته په ۱۶۳ ځای کې راغلی دی.

د افغانستان نوم د لومړي ځل لپاره په دې انډېکس کې یاد شوی دی.

هېرتېج فونډېشن په خپل راپور کې وايي، دا ښيي چې افغانستان کې اوس ځیني مهم اقتصادي معلومات ترلاسه کېدای شي.

راپور زیاتوي چې افغانستان په تېره یوه لسیزه کې چټکه خو ستونزمنه اقتصادي وده کړې.

رغونه او کرنه هغه مهم ډګرونه یاد شوي چې د راپور له مخې د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره‌یې مرسته کړې ده.

راپور د سوداګرۍ په نړیوال سازمان "WTO" کې د افغانستان غړیتوب هم مهم بللی خو په عین حال کې یادونه کوي چې سیاسي ابهام او امنیت هغه ستونزې دي چې لاهم په دې هېواد کې شته.

د هېرتېج فونډېشن راپور زیاتوي چې د قانون د حاکمیت په وړاندې د ټول افغانستان په کچه لاهم ستونزې شته او په همدې دلیل حکومت خلکو ته د اساسي خدماتو په رسولو کې پاتې راغلی.

اداري فساد بله هغه ستونزه ده چې په راپور کې یې یادونه شوې.

راپور زیاتوي چې فساد د افغانستان د محاکمو او بانکي سکټور مؤثریت زیانمن کړی دی.

په انګرېزي ژبه د هېرتېج فونډېشن د راپور لوستلو لپاره دا ځای کېکاږئ.

XS
SM
MD
LG