د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د "ریکا ۷" کنفرانس د نومبر میاشتې ۱۴مه ترکمنستان کې ترسره کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو یا ریکا اوومې غونډې لپاره د چمتووالي له پیلېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد لپاره د اقتصادي همکاریو یا ریکا اوومه غونډه د روان میلادي کال په وروستیو کې د ترکمنستان په مرکز عشق‌اباد کې جوړېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو سفارتونو استازو سره د دغې غونډې لپاره د چمتووالي پلان د شریکېدو په غونډه کې وویل افغانستان هیله لري چې د دغې غونډې لپاره لازمه همغږي رامنځته شي.

حکمت خلیل کرزی.
حکمت خلیل کرزی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ریکا ټیم به ډېر ژر په کابل، عشق‌اباد او د سیمې په نورو هېوادونو کې زموږ له همکارانو سره خپلې مشورې پیل کړي، تر څو په بېلابېلو په تېره بیا په بنسټیزو پروژو خبرې وکړي ځکه چې د ریکا اوومه ناسته د نومبر په ۱۴ او ۱۵ د ترکمنستان په مرکز عشق‌اباد کې جوړېدونکې ده."

د ریکا غونډه چې د افغانستان په مالکیت او محوریت جوړېږي د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ اجنډا تعقیبوي.

دا غونډه تېر کال په کابل کې جوړه شوې وه او د ورېښمو لار په بیا احیا په‌کې ټینګار شوی و.

له دې وړاندې د اقتصادي همکاریو لپاره د غونډو دا پروسه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې پیل شوې او تر اوسه‌یې په اسلام‌اباد، نوې ډېلي، دوشنبې او کابل کې ناستې کړې دي.

د حکومتي چارواکو په باور له هغې وخت راهیسې په افغانستان کې بېلابېلې اقتصادي پروژې یا پلي شوي او یا دا هېواد د کاسا، ټاپي، ټوټاپ، چابهار بندر او د رېل ګاډي په شان د سیمه‌ییزو پروژو یوه برخه راغلی دی.

د افغانستان د اقتصادي همکاریو مشر وحیدالله ویسي وايي چې د ریکا اوومې غونډې لپاره افغان لوري د ټاپي او کاسا زر پروژو په تطبیق، د کونړ په سیند د ۴۰۰۰ مېګاواټه برېښنا بند په جوړېدو، د سیمې سره د هوايي او زمینې لارې په ښه وصلېدو او د بندرونو په برخه کې لومړیتونه په ګوتو کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیمې سره ستراتیژیکي او اقتصادي همکارۍ زموږ لومړیتوب او مهم هدف دی، دا همکاري د اقتصادي همکارۍ ټيم له ‌خوا تعقیبېږي، افغان حکومت د سیمې وصلېدل غواړي او دا هغه څه دي چې جمهور رئیس پرې ټينګار کړی او د حکومت په کچه د دې کنفرانس لپاره په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه موجود دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سیمې شااوخوا شلو هېوادونو د ریکا اوومې غونډې بریالي کېدو لپاره خپل پلانونه له افغان حکومت سره شریک کړي او له نورو هم د ورته څه تمې لري.

د افغانستان لپاره د اقتصادي همکاریو په شپږمه غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د شااوخوا اویا هېوادونو استازو او ځينو نړیوالو سازمانونو ګډون کړی و.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG