د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو هواري په هدف دوه غونډې کېږي


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه د مهاجرت د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د پاکستان پولیس په هغه هېواد کې د افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي.

افغانستان هیله ښیي چې د بشري حقونو د څار سازمان نوی راپور چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه دی، د دغو کډوالو ستونزې او پر هغوی فشارونه کم کړي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کابل او اسلام‌اباد تر منځ سیاسي شخړې ځیني وختونه په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه ډېروي.

ښاغلی میاخېل زیاتوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه د کډوالۍ د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو پر خلاف عمل دی.

حفیظ احمد میاخېل.
حفیظ احمد میاخېل.

نوموړي زیاته کړه:

"هیله لرو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان راپور د دې سبب شي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې او پر هغوی فشارونه کم شي، موږ تمه لرو د یوې نړیوالې ادارې په توګه دا راپور اغېز وکړي، د افغان کډوالو ځورول د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو او تړونونو خلاف او هم له پاکستان سره زموږ د دوه اړخیزو او درې اړخیزه تړونونو سره په ټکر کې دی."

میاخېل زیاته کړه چې د افغان کډوالو ستونزې په پاکستان کې د دوو غونډو په ترڅ کې ارزول کېږي.

د ده په وینا د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي په دغو غونډو کې د ګډون لپاره د سې شنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړ.

د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي.
د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي.

نوموړي زیاته کړه:

"نن د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر منځ دوه اړخیزه غونډه ده او په دې غونډه کې زموږ غوښتنه دا ده چې تاسو د افغانانو د راجستر کېدو لپاره زمینه برابره کړې څو په هغه هېواد کې د دوی حضور قانوني شي، ټاکل شوې سبا یو درې اړخیز بحث وشي چې په هغه کې په پاکستان کې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو د وخت د تمدید په اړه درې اړخیز توافق لاسلیک کېږي."

د چهار شنبې ورځې په غونډه کې به د پاکستان او افغانستان تر څنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي هم ګډون ولري.

هیومن رایتس واچ یا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل راپور کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو پر کمېنشرۍ هم انتقاد کړی دی او وایي چې دغه اداره نه‌ده توانېدلې د پاکستان د بد چلند په غندلو سره د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان یو بل انتقاد دا وو چې «یو. اېن. اېچ. سي. ار» هغو افغانانو ته چې له پاکستانه وتل د مالي مرستو په ډېرولو سره د هغوی له جبري تګ سره مرسته کړې ده.

بابر پلوڅ.
بابر پلوڅ.

​په ژنیو کې د «یو. اېن. اېچ. سي. ار» ویاند بابر بلوڅ د دغه انتقاد په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تر دې وړاندي په خپله زموږ افغانانو ویلي چې په افغانستان کې له دوی سره زموږ مرستې ډېرې لږ دي، لومړۍ دا مرستي سل ډالره وې، وروسته مو له مرسته کوونکو هېوادونو سره اړیکه ونیوله او مرسته مو دوه سوه ډالره کړه، اوس څلور سوه ډالره ده او هدف دا دی چې د دوی ستونزې په افغانستان کې کمې شي، اوس چې دا راپور خپور شوی دی، موږ په «یو.اېن. اېچ. سي. ار» کې له هغه سره موافق نه‌یو."

د بشري حقونو د څار سازمان د دغه راپور په اړه مو غوښتل د پاکستاني چارواکو غبرګون راواخلو، خو بریالي نه‌شوو.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د یوه راپور پر اساس د دغه هېواد چارواکو له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو بد چلند بې‌اساسه ادعا بللې او وایي، هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه‌لري باید خپل هېواد ته بېرته ولاړ شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې شااوخوا یو اعشاریه درې میلیونه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو اسناد لري او شااوخوا یو میلیون نور یې اسناد نه‌لري.

دغه وزارت وایي، ډېری بې‌اسناده کډوال په پاکستان کې ځورول کېږي او ځیني وختونه د پاکستاني پولیسو له‌خوا بندي شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG