د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

افغان صرافان: د زړو بانک نوټونو د بندېدو ناڅاپي اعلان ناوړه اغېز کړی


ځیني افغان صرافان او په تېره د کابل ښار د سرای شهزاده صرافان وايي، د افغانستان بانک له‎خوا د ۱۳۹۵ کال وروسته د نامناسبو بانک نوټونو د بې‌اعتباره کولو اعلان، د پیسو پر مارکېټ او د پیسو د بدلولو، رابدلولو پر چارو ناوړه اثر کړی دی.

دغو صرافانو دا خبره د دوشنبې په ورځ په افغانستان بانک کې د یاد بانک چارواکو ته د افغانستان بانک له‎خوا د روان لمریز کال وروسته د نامناسبو بانک نوټونو د بې‌اعتیاره کولو له اعلان وروسته وکړه.

د کابل ښار د سرای شهزاده صرافانو امین جان خوستي او حاجي زرک وویل:

"افغانستان بانک ځیني کارونه ډېر په عجله کوي چې له خلکو سره تشویش پیدا کوي. خلک وایي، افغانۍ بې‌ارزښته شوي او په نرخو کې هم توپیر راغلی دی."

"موږ د دغې پروسې مخالف یو، دا د خلکو په ګټه نه‎دی، تاسې باید لومړی د دې پروسې لپاره، عامه پوهاوي ته زمینه برابره او د خلکو ذهنیت مو روښانه کړی وی چې د پيسو له ساتلو سره مرسته وشي."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې افغانستان بانک د نامناسبو بانک نوټونو د چلند اعتبار د روان کال تر پایه اعلان کړ.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال محمد قسیم رحیمي په دې مناسبت جوړې شوې ناسته کې وویل، دغه اعلان د سالمو زړو بانک نوټونو برخه کې نه، بلکې د هغو بانک نوټونو په اړه دی چې رنګ شوي، سوري شوي، سوځېدلی، لاسلیک شوي، توږل شوي او داسې نور چلند ورسره شوی وي چې د بانک نوټ اصلي څېرې ته‌یې زیان رسېدلی وي.

ښاغلي رحیمي په دې اړه وویل:

"زاړه او مندرس بانک نوټونه، زماني محدودیت نه‎لري، موږ چمتو یو چې هغه بدل کړو او د ۱۳۹۵ کال د حوت تر پایه د نامناسبو بانک نوټونو لپاره ټاکل شوې ده چې هېوادوالو ورسره سم چنلد نه‎دی کړی. دغه وخت د دې لپاره ورکوو چې هېوادوال دغه ډول نوټونه راوړي."

د اقتصادي چارو پوه سیف‌الدین سیحون په دې باور دی چې دغه ستونزه به تر هغې پورې وي چې د افغانستان اقتصاد لازمه وده نه‎وي کړې.

ښاغلي سیحون ازادي راډیو ته وویل، کله چې د اجناسو پلورل او پېرودل او داسې نورې سوداګریزې چارې د بانکونو له لارې ترسره شي، بانک نوټونه به خوندي پاتې وي.

له دوه زره لومړي کال وروسته د افغانستان بانک نوټونه په معیاري توګه د کوم چارواکي له تصویره پرته چاپ شوي دي.

په وروستیو کلونو کې په دغو بانک نوټونو کې د جعلي نوټونو د مخنیوي لپاره نوې نوې نښې هم ځای شوي دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې یوازې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې افغانستان بانک د پرمختللو معیارونو په پام کې نیولو سره د څه باندې ۱۰۰ میلیارده افغانیو په انډول، نوي بانک نوټونه چاپ کړل.

د دغه بانک چارواکي وايي، له دې سره-سره بیا هم هر کال د ۳.۳ میلیارده افغانيو په ارزښت بانک نوټونه چې ناوړه چلند ورسره شوی، له‌منځه وړي.

د افغانستان بانک وايي، په وروستیو دوو اوونیو کې یې شاوخوا ۲۵ میلیونه نامناسب بانک نوټونه راټول کړي دي.

د افغانستان بانک چارواکي وايي، د نامناسبو بانک نوټونو د ټولولو هڅه‌یې د دې لپاره کړې چې خلک له بانک نوټونو سره سم چلند وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG