د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

سرخط: بالاخره د پاچا زنګ راغی


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د ولسمشر غني او جمهور رئیس ټرامپ ټلیفوني خبرو او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان وروستیو څرګندونوته ځانګړي کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې بالاخره د پاچا زنګ راغی.

د سرمقالې لیکوال وایي، دا هغه زنګ وو چې له ډېرې مودې راهیسې افغان چارواکي ورته انتظار وو خو لا نه ده معلومه چې ټرمپ به افغانستان ته ډېر پام وکړي او که به بیا یې د پنجاب پر فصلونو ووروي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې ټرمپ او غني د افغانستان او سیمې د امنیت، اقتصاد او د افغان حکومت د موجوده ستونزو په اړه خبرې کړي.

سرمقاله لیکونکی همدا راز وايي چې ټرمپ او غني په داسې حال کې خبرې کړي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم د متحده ایالاتو د سنا د پوځي خدمتونو کمېټې ته د پاکستان له دوه مخي سیاست نه ګرېوان څېرلی دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم پرهمدې موضوع خپله سرمقاله لیکلې او په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو د سرتېرو د زیاتولو غوښتنه یې یوه مبتذله ډرامه بللې ده.

سرمقاله لیکونکی وایي چې په افغانستاان کې د امریکا د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو نه وروسته دا څووم ځل دی چې د متحده ایالاتو سیاسي او پوځي چارواکي په یوه او بله پلمه دې هېواد ته د نورو ځواکونو د استولو خبره کوي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې په افغانستان کې نه د امریکا جنګي ماموریت ختم دی او نه هم له دې هېواد نه د پوځونو د ایستلو اراده لري.

سرمقاله لیکونکی وایي، یو تریخ واقعیت دا دی چې امریکا په افغانستان کې او سیمه کې یوه خطرناکه لوبه پیل کړې او له بده مرغه د دې لوبې مرکز اوس افغانستان دی.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان او امریکا د جمهورو رئیسانو پر ټلیفوني خبرو تمرکز کړی.

په دې اړه یوه مطلب کې ویل شوي چې دواړو خواوو پرټینګو همکاریو، ګډو ګټو، د ترورېزم پر خطرونو او داسې نورو مسایلو خبرې کړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې جنرال نېکلسن ستونزه درک کړې خو حل لاره یې بیا هم ناسمه ده.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا چې جنرال نېکلسن ویلي چې حقاني شبکه او طالبان په پاکستان کې پټنځایونه لري او پاکستان، روسیه او ایران هڅه کوي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې له ستونزو سره مخامخ کړي پرځای خبره ده.

خو سرمقاله لیکونکی وایي چې د دې ستونزې حل په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو زیاتول نه بلکې اصلي حل لاره سیاسي ده چې باید پرې تمرکز وشي.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG