د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

خوست کې قومي مخورو د ښځې ولور درې لکه افغانۍ وټاکه


د خوست قومي مخورو او دیني عالمانو تر اوږدو بحثونو، جرګو او ناستو وروسته بالاخره د ټولو په خوښه د ښځې ولور درې لکه افغانۍ وټاکه.

د جمعې ورځې په قومي پرېکړه کې چې د یاد ولایت د نېږدې ټولو قومونو او ولسوالیو لسګونو مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو، دوی تیاری څرګند کړ چې دا پرېکړه به عملي کوي او که کوم کس له دې پریکړې سرغړونه کوله او یا يې په کې له ټګۍ او چاله کار اخیسته، نو په ګډه به يې د پرېکړې د منلو په خاطر امنیتي او عدلي ادارو ته معرفي کوي.

د افغان ولسمشر سلاکار ابراهیم مشفق چې په دې اړه له یوې مودې راهیسې د قومونو او مشرانو سره په تماس کې وو، ازادي راډیو ته وویل چې دا پرېکړه په بشپړ ډول ولسي ده او په پلي کېدو کې د ستونزو پر مهال ورسره ځايي اداره هم د مرستې تیاری لري.

مشفق: دا پرېکړه ولسي ده.
مشفق: دا پرېکړه ولسي ده.

ابراهیم مشفق زیاتوي:

"د خلکو ټولې پریکړې مو سره وویلې او د هغې نه مو بیا متوسط حالت روایسته، بیا دې متوسط حالت ټول قومونه چې په دې ځای کې موجود و رايې ورکړې، بالاخره درې لکه افغانۍ د یوې جینۍ ولور تعین شو، همداشان نور مسایل يې هم تعین شوي دي، نو دا د قومونو پریکړه ده، دولتي پریکړه نه ده، مګر دولت همکار ده، که چیرې ضرورت پېښېده ټوله اداره دوی سره په څنګ کې ولاړه ده."

د خوست یو تن قومي مشرحاجي ګل نواز د یادې پریکړې ځنې ټکي داسې وښودل:

"د یوې ښځې متوسط ولور دې درې لکه افغانۍ وي، لس بوجۍ وریجې، پنځه ټیمه غوړي او پنځه تولې دې سره زر وي، په دې نه موږ متفق شو، دا معیار چې موږ وټاکه په دې دې مطلق اقدام وشي، که چېرې ټګي جوړه شوه او د پردې تر شا بل شی وو، نو موږ پرېکړه په دې وکړه چې حکومت به دا خلک جلبوي او د قانون په رڼا کې به جزاء ورکوي."

د خوست د علماو شورا رئيس مولوي شاه محمد محمدي د مشرانو د ولور پرېکړه پر ځای بولي او وايي چې د اسلام دین له نظره هغه نکاح ښه بلل کېږي چې مهر يې کم وي، ځکه د ولور ډېریوالی په ټولنه کې د ګناهونو او جرمونو د ډېرېدو لامل کېږي.

مولوي شاه محمد محمدي وايي:

"رسول الله ص ویلي دي چې بهترینه نکاح هغه ده چې سړی يې وس ولري، بهترین نکاح هغه ده چې مهر يې کم وي، داسې مبارک حدیث راغلی دی، رښتیا داده چې په کوم وطن کې لوړ ولور وي، دارالاسلام کتاب لیکلي، چې هلته غلاوې وي، هلته چور، چپاول او تيښتې وي، دې نه علاوه کله چې ډېرې پیسې واخلي هغه بیا ترې مور او پلار واخلي او مور پلار ته دا پیسې حرامې وي او حرامې پیسې بیا په روغ ځای کې نه لګیږي."

د ولور د اندازې د ټاکلو په جرګه کې د خوست د بېلا بېلو ولسوالیو ولسوالانو هم برخه درلوده.

د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وايي، که څه هم د دې پرېکړې بشپړ تطبیقول به ستونزمن وي، خو د ولسوالیو ادارې به په خپل ټول توان د دې پرېکړه د عملي کېدو په کار کې له قومونو او مشرانو سره همکاري وکړي.

منګل: موږ ددې پرېکړې عملي کېدو کې مرسته کوو.
منګل: موږ ددې پرېکړې عملي کېدو کې مرسته کوو.

د موسی خېلو ولسوال زیاته کړه:

"ناوړه دودونه چې څومره هم له منځه وړای شو، دا مو وظیفه ده او دا به کوو، همدارنګه دا ډول نورې نیکې پریکړې که د مشرانو له لوري وي که د قومونو لخوا هغه به عملي کوو، زه خوشبینه یم چې ان شاءالله دې پریکړو ته به څه نا څه رسیده ګي وشي، سل په سلو کې خو مشکله ده چې تطبیق شي خو بیا هم د مشرانو او قومونو دود او دستور ته په کتو به ان شااءلله دا مشکل حلېږي."

د یادونې وړ ده، که څه هم په افغانستان کې د ثور له تحول وړاندې په خوست کې د یو شمېر مشایخو او مشرانو لخوا د ولور اندازه مالومه وه چې خلکو پرې عمل کاوه، خو د وروستیو څلورو لسیزو په ناخوالوکې چې قومي جوړښتونه زیانمن شوي، ډېری خلک قومي پرېکړو ته د پخوا په شان ژمن نه معلومېږي.

خوست کې چې د نورو سیمو په پرتله د ولور لوړه بیه رواج ده، کتونکي په دې اند دي، که چېرې د مشرانو د ولور دا پرېکړه دعمل جامه واغوندي، نو پر قومي تصمیمونو به د خلکو باور ډېر شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG