په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین اړیکې کړکېچنې دي او کیف د اوکراین ختیځ کې مسکو پلوه بېلتون غوښتونکو سره جنګېږي، سینماوې د داسې یوه فلم د ښودلو لپاره تیاری نیسي چې د ستالین په دوران کې په شوروي اتحاد کې د قحطۍ داستان نندارې ته وړاندې کوي.
ګڼ نور عشقي فلمونه او د تریخ حاصل په نامه دغه فلم هم د دوه مینانو د بېلتون داستان وړاندې کوي چې د اوکراین په زرغونو باغونو او کروندو کې چې ستونزو سره مخامخ دي اوسېږي.
دغه کیسه سره له دې چې په اوکراین کې د هولودومور د قحطۍ پر مهال پېښه شوې خو د انقلاب پیل کې د ډاکتر ژیواګو داستان ته ورته ښکاري.
د تریخ حاصل فلم کې بریتانوي هنرمندانو مکس ایرنز او سمنټا بارکس لومړی رول لوبولی دی او داسې یوه موضوع پهکې مطرح شوې چې اکثر اوکراینیانیې د ستالین د دوران په مصنوعي قحطي کې د اوکراینیانو لاسي عام قتل ګڼي.
د فلم ۶۸ کلن اوکراینيالاصله کاناډايي ډایرکتر جورج میندیلوک وايي چې د فلم کیسهیې د ژیواګو داستان څخه توپیر لري او هغه دا چې د مینې د کیسې قهرمانان پهکې لومړی ځای لري او تر شا يې قحطي او بېوزلي ښکاري.
ښاغلی میندیلوک وايي:
"فلم اوس یوه بله تګلاره ځکه غوره کوي چې سره له دې چې موږ پهکې د ستالین په هکله خبرې کوو او دی ښیو چې دغه مصنوعي قحطي یې څنګه پلان کړه خو هغه څه چې د کریمیا الحاق او د اوکراین ختیځ ته په کتنې په واقعیت کې لیدونکو ته ښودل کېږي هماغه زوړ داستان دی چې بیا ځان تکراروي او که نړۍ احتیاط ونهکړي، تاسو پوهېږئ چې نور تېری او خطرونه به هم رامنځته شي."
د تریخ حاصل فلم کیسه په ۱۹۳۹ میلادي کال کې په اوکراین کې پېښه شوې هغه مهال چې د قحطۍ د مړو شمېر اوج ته رسېدلی وو.
ریچارډ باخینسکي هوفر چې د فلم د داستان په لیکلو کې يې برخه اخیستې وايي، د دغه فلم موضوعیې په ۱۹۹۹ میلادي کال کې اوکراین ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې ترلاسه کړه.
تر سفر یو کال مخکې یې د یوه اوکرایني کډوال لور سره واده کړی وو او دغه واده ورته لاره اواره کړه چې د خپل قومي میراث په هکله معلومات ترلاسه کړي.
۵۹ کلن هوفر چې پیل کې یې غوښتل یو مصور او عکاس شي خو پای کې یې ساختماني ناآشنا کارونو ته مخه کړه، د میندیلوک په ځینو فلمونو کې یې هم رول ادا کړی.
هوفر په اوکراین کې د نارنجي انقلاب پر مهال کیف ته ولاړ او پېښې یې له نېږدې ولیدې او د پخوانۍ قحطي د کیسې د ژوندي کولو لپارهیې د تریخ حاصل د فلم د داستان لیکل پیل کړل.
سره له دې چې تریخ حاصل فلم تر اوسه بازار ته نهدی راوتلی او تمه ده چې د روانې میاشتې په پای کې به په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي خو خلکو له اوسه ورباندې تبصرې پیل کړې دي او دا ځکه چې دغه فلم د هغو درې میلیونو خلکو داستان ژوندی کوي چې د ستالین د مصنوعي قحطۍ له املهیې ژوند بایللی دی.
چارواکي وايي، د دغې قحطي په هکله تر اوسه کوم بشپړ فلم نهوو جوړ شوی.
اوسیې په انګلیسي ژبه دغه فلم داستان د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسوي.