د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

رسنۍ: پاکستان ۴ نیول شوي داعشیان افغان حکومت ته وسپارل


پاکستاني رسنیو د هغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د داعش ډلې څلور مشکوک غړي په پېښور ښار کې نیول شوي او په تورخم کې د افغانستان سرحدي ځواکونو ته سپارل شوي دي.​

د راپورونو له مخې دغه کسان د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي او د درملنې لپاره پېښور ته تللي و.

رسنیو د خېبر اېجنسۍ د لنډي کوتل سیمې د سیاسي استازي د مرستیال نیاز محمد له قوله د دغو کسانو نومونه جاوید خان، تلمین خان، صفي‌الله او نعمت‌الله یاد کړي دي.

سره له دې چې پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه کسان‌یې افغان حکومت ته سپارلي، خو د کابل ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت هم په دې اړه بې‌خبري ښودلې ده.

دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي په هغه هېواد کې د داعش وسله‌والو د نیولو او افغان حکومت ته د هغوی د سپارلو خبره کوي.

د افغانستان دفاع وزارت دا مني چې د داعش ډلې غړي په افغانستان کې فعالیت کوي، خو وایي، تر ډېره دغه وسله‌وال له پاکستان څخه افغانستان ته راځي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل داعش وسله‌وال په افغانستان کې ځپل شوي او فعالیتونه‌یې څو محدودو سیمو ته راکم شوي دي.

دولت وزیري وایي، داعش د افغانستان لپاره لوی ګواښ نه‌دی.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې د داعش ډلې ډېر تلفات ولیدل، د دوی مقاومت مات شوی دی، دوی د تعرضي عملیاتو توان نه‌لري، که کوم ګروپ چېرې پاتې وي هغه په ډېر مشکل هلته اوسېږي، ځکه زموږ هوایي او کوماندو قواوې یې تعقیبوي، د دوی له‌خوا اوس لوی خطر نه‌احساسېږي."

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې د اسلامي دولت ډله له بېلابېلو اړخونو له مقاومت سره مخامخ ده، نو ځکه‌یې ځینې تر کنټرول لاندې سیمې له لاسه ورکړي او د نورو کسانو د جلب او جذب وړتیا یې کمه شوې ده.

د خېبر اېجنسۍ د لنډي کوتل سیمې سیاسي استازي نیاز محمد پاکستاني رسنیو ته ویلي چې هېواد به‌یې دغو تندلارو ډلو ته اجازه ورنه‌کړي چې د پاکستان خاوره د افغانستان په وړاندې وکاروي.

افغان چارواکي په پرله‌پسې ډول پاکستان د هغو ترورېستي ډلو په ملاتړ تورنوي چې په افغانستان کې فعالیت کوي او له اسلام‌اباد څخه‌یې غوښتي چې د دغو ډلو په وړاندې جدي اقدام وکړي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG