د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

خوست کې قومي مخور وايي جرګې په یووالي او پرمختګ کې ګټورې تمامېږي


د خوست قومي مخور وايي چې د پېژندل شویو مشرانو له‎منځه د یو داسې جرګې د جوړولو په لټه کې دي چې په یاد ولایت کې د ولس د یووالي، د امنیت د خوندیتوب، قومي لانجو د حل او د دولت او ولس تر منځ د اړیکو په نېږدې کولو کې عملاً کار وکړي.

دوی زیاتوي یاده جرګه به د خوستوالو د حقونو ساتنه وکړي او د خپلو سیمو د امن په خوندیتوب کې به‌يې فعالیتونه د نورو ولایتونو لپاره یوه نمونه جوړېږي.

تېره ورځ د ناستې یو تن تابیا کوونکي موسی جان ځدراڼ ګډونوالو ته د جوړېدونکې جرګې موخې داسې په ډاګه کړې:

"د لويې پکتیا په‌شمول به د خوست د خلکو د یووالي، اتفاق او اتحاد لپاره او همدارنګه به د خوست د خلکو د ملي شتمنیو د چور، غلا او غصب څخه په کلکه مخنیوی کوو، په خوست کې د دعوو او لانجو تود بازار جوړ شوی دی، په کار ده چې د خوست د پېژندل شویو مشرانو جرګه‌يې په هکله په کلکه اقدام وکړي، د دغه ولایت هر ډول حقوق دې له مرکزه په مناسب ډول وغوښتل شي، په حکومتي ادارو کې شرموونکی او ملا ماتوونکی فساد موجود دی، دې مخنیوي لپاره به‌يې اغېزمنې لارې چارې ولټوو."

قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي ازادي راډیو سره په خبرو کې د امن او یووالي د تأمینولو په برخه کې د جرګو د ګټو په باب وايي:

"داسې یوه جرګه به جوړه شي چې هغه د خوستوالو خپل حقوق هم وساتي، د خوست د امنیت او نورو مسایلو سره به هم کمک وکړي، بالاخره به دا د نورو ولایتونو لپاره یوه نمونه وګرځي، څو نور ولایتونه هم داسې قدم واخلي او ټول افغانان به یووالي سره پیدا کړي."

قومي مشر متقاعد جنرال ګل نواز په‎ دې اند دی چې قومونه او خلک د امن په قایمولو کې د وسله‎والو ځواکونو څخه هم ډېر کله اغېزمن تمامېږي.

دی وايي:

"دې څخه به یوه داسې جرګه جوړه شي چې غړي به‌يې د ځان د ګټو لپاره مبارزه نه‎کوي، لکه څرنګه چې پلرونو او نیکونو يې د وطن د ازادۍ او ابادۍ لپاره ځانونه قربان کړي دي، ان‌شاءالله په ‎دې وطن کې به د دې جرګو په واسطه ارامي راشي او د دې جرګې اغېزې به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي او فکر کوم د اردو نه به د دښمن په مقابل کې ډېر امنیت راولي."

خوست د هغو ولایتونو څخه دی چې له پخوا نه په‌کې د ځینو قومونو تر منځ اختلافات موجود دي، قومي مشر حیدرګل منګل هیله څرګندوي چې د پېژندل شویو مشرانو جرګه به د یادو ستونزو په حل کې خپل رول ولوبوي.

ښاغلی منګل زیاتوي:

"په خوست کې دا قومي شخړې بېخي زیاتې دي، دې لپاره د حل لار په کار ده، دا د مشرانو په وجود کې کېږي، د علماوو او ځوانانو په وجود کې کېږي چې په هره طریقه کېږي، دې ته باید د حل او د پای ټکی کېښودل شي."

د خوست د قومونو د اړیکو د دفتر مشر حاجي محمد علي ځدراڼ د انکشاف او امنیت برخه کې د ولس او دولت همکاري مهمه بولي او وايي، که دا ډول اړیکې پیاوړي شي، نو ولس به د پخوا په شان په هره برخه کې د نظام او دولت سره همکاري وکړي.

حاجي محمد علي ځدراڼ زیاتوي:

"د خوست د انکشاف او امنیت برخه کې د ولس همکاري ډېره ضرور ده، اوس وخت کې د دولت او د ولس تر منځ واټن موجود دی، که‎ چېرې دا واټن نېږدې شي او دولت وکړای شي چې ولسونه په خپله غېږه کې ونیسي، همدغه ولسونه د نظام لپاره هر قسم قربانی ته تیار دي."

د خوست قومي مخور داسې مهال د ولایت په کچه د ټولو قومونو څخه د مخورو مشرانو د یوې ګډې جرګې د جوړېدو خبرې کوي چې له‎ دې دوه ورځې وړاندې خوست والي د کوچیانو او ځايي خلکو تر منځ د ځمکو پر سر د لانجو په اړه د قومي مشرانو سره په ناسته کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې ځايي اداره د قومونو د یووالي او د امن په ټينګېدو کې د ولسي همکاریو کلک ملاتړ کوي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG