د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

اتمر: ناټو دې نور سرتېري افغانستان ته نه‌لېږي ځواکونه دې راتقویه کړي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، هېواد يې له ناټو څخه نه‌غواړي چې نور سرتېري افغانستان ته واستوي بلکې د افغان ځواکونو د تقويې غوښتونکی دی.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ بروکسل کې د ناټو له لوړ رتبه چارواکو سره غونډه وکړه او په تېر یوه کال کې يې په افغانستان کې د پرمختګونو او د هغو ژمنو د عملي کېدو په اړه څرګندونې وکړې چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره کړې دي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

محمد حنیف اتمر له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:

"موږ د سولې او روغې جوړې په اړه خبرې وکړې. موږ د افغانستان د سیاسي اصلاحاتو په اړه څرګندونې وکړې. انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو پر راوستو، ښه حکومتوالۍ، فساد سره پر مبارزې او د اقتصاد پر ودې مو تمرکز وکړ. زما په عقیده موږ له یوه ښه احساس سره له غونډې راووتلو او د زیات ملاتړ شاهد وو."

ښاغلي اتمر وویل، د ناټو مقاماتو ته‌يې د ولسمشر محمد اشرف غني د پروګرامونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هېواد يې د ناټو نورو سرتېرو ته اړتیا لري؟ وویل، افغانستان د هوايي ملاتړ او د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"ما له ناټو نور ځواکونه ونه‌غوښتل ما د ناټو او امریکا د قاطع ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د پرمختګ او تقويې د څلور کلنې طرحې د ملاتړ غوښتنه وکړه. زه په دې باور یم چې موجود شمېر سرتېري او اوسنۍ ژمنې د دې طرحې د عملي کېدو لپاره کافي دي. خو موږ د افغان ځواکونو د پرمختګ لپاره د نن او د دې نوي پلان د عملي کېدو تر نېټې پورې د انعطاف‌پذیرۍ غوښتنه وکړه."

د ملي امنیت سلاکار ویلي، د امریکا نوی ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستان سره د واشنګټن پر ژمنو ولاړ دی او افغان لوری هم په دې موافق دی چې ملي امنیت ته د ګواښونو له‌منځه وړل مهم دي.

حنیف اتمر وویل، د سولې په اړه به د افغان حکومت هڅې دوام ولري او د نوموړي په خبره له حزب‎اسلامي سره سوله د دې هڅو یوه پایله ده.

د افغانستان د ملي امینت سلاکار وویل، د افغان ځواکونو تقویه د سولې هڅې ګړندۍ کولې څو مخالفین درک کړي چې د جګړې له لارې خپل هدف ته نه‎شي رسېدلی او باید خپلې غوښتنې د خبرو په مېز مطرح کړي.

محمد حنیف اتمر وویل، د افغانستان د سولې پروسه کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان همکاري مهمه ده.

XS
SM
MD
LG