د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

منځني اسيا هېوادونو سره به د ټرمپ ادارې اړيکې څه ډول وي؟


د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه څه تمه کېږي چې له منځني اسيا هېوادونو سره به‌يې د ادارې اړيکې څه ډول وي؟

د ټرمپ ادارې په دې اړه تر اوسه څه نه‎دي ويلي خو په فارن پالېسي مجله کې د امريکا او منځنۍ اسيا هېوادونو د اړيکو په اړه مقاله ليکونکی رايډ ستانديش وايي، د ټرمپ په اداره کې داسې کسان شته چې د منځنۍ اسيا په اړه پوهېږي.

د بهرنيو چارو وزیر رکس ټېلرسن چې مخکې د اېکسون موبایل شرکت رئيس و، په دې پوهېږي چې د انرژۍ برخه کې په سيمه کې څه روان دي؟

د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن
د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن

ستانديش همداراز وايي، جېمز متېس چې د دفاع وزیر دی او مخکې د امریکا د پوځ مرکزي قومندې يا سينټ کام رئيس و، په سیمه کې د امنیتي وضعيت په اړه کافي معلومات لري او دا څرګنده ده چې د ټرمپ اداره سیمه کې د اسلامي سخت دريځۍ پر ضد پر مبارزه متمرکزه ده.

د منځنۍ اسيا هېوادونو حکومتونه له کلونو راهيسې وايي چې دوی د اسلامي سخت دريځۍ له ستونزې سره مخامخ دي.

له جنوبي ګاونډيو څخه‌يې يو افغانستان دی.

د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د منځنۍ اسيا هېوادونو په افغانستان کې د امریکا له نظامي مأموريت سره همکارۍ کړې دي.

په تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې وضعيت مخ پر خرابېدو دی او دغه ولايتونه له منځنۍ اسيا هېوادونو سره پولې لري.

که یوې خوا ته د سخت دريځۍ پر ضد د ټرمپ دريځ منځنۍ اسيا هېوادونو ته هوسايي ورکوي، بلې‌خوا ته د ايران په اړه د ټرمپ سخت دريځ، د منځنۍ اسيا هېوادونو او دغه جنوبي ګاونډي هېواد تر منځ اړیکې ترينګلې کوي.

وروسته له هغه چې د اټمي موافقې په بدل کې پر ايران اقتصادي بنديزونه لیرې شول، د جنوب لوېديځ پر لور منځنۍ اسيا هېوادونو ته د سوداګرۍ ځينې لارې پرانيستل شوې.

د تهران او واشنګټن تر منځ ترینګلی وضعيت به له دغو فرصتونو پام بلې‌خوا ته کړي.

د تهران او واشنګټن تر منځ ترینګلی وضعيت به له دغو فرصتونو پام بلې خوا ته کړي.
د تهران او واشنګټن تر منځ ترینګلی وضعيت به له دغو فرصتونو پام بلې خوا ته کړي.

قزاقستان ته د امریکا پخوانی سفير او په رانډ کورپورېشن کې اوسنی څېړونکی، ويليم کورتني وايي، د منځنۍ اسيا هېوادونو په اړه د امریکا د پالېسۍ ځينې داسې ټکي وو چې ښايي د نوې ادارې پر مهال بدل نه‎شي.

د شوروي اتحاد له ماتې وروسته له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې لوېديځ او امریکا د پخواني شوروي اتحاد د نويو جمهوریتونو خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کړی دی.

خو د منځنۍ اسیا د سوداګريزو او امنيتي شريکانو روسيې او چين په اړه د ټرمپ د ادارې پالېسي بېله ده او ښايي د عشق‎اباد، استانه، بشکېک، دوشنبې او تاشکند لپاره ستونزمنه وي.

ښاغلی کورتني وايي، تر اوسه چې مو څه لیدلي هغه دا دی چې ټرمپ غواړي له روسيې سره اړيکې سمې کړي چې پوښتنه راپورته کوي، ايا دی به وغواړي پر روسيه د اوکراین په خاطر لګېدلي بنديزونه لیرې کړي؟

په دغه صورت کې به دا د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره ستونزې زياتې کړي.

ستانديش بیا په دې باور دی چې د چين او امریکا ترینګلې اړيکې به د منځنۍ اسيا هېوادونو پر بهرنۍ پالېسۍ دومره اغېز ونه‎کړي او که داسې وشي، دا به په دې معنی وي چې د واشنګټن او پيکنګ خپل‌منځي اړيکې بيخي ډېرې خرابې شوې دي.

ښاغلی کورتني وايي، منځنۍ اسيا هېوادونه باید انساني حقونو ته درناوی زیات کړي او دا له امکانه لیرې خبره نه‎ده چې په واشنګټن کې به ځيني له نوې ادارې غواړي چې د منځنۍ اسيا هېوادونو پر حکومتونو فشار راوړي چې انساني حقونو ته پام زیات کړي.

XS
SM
MD
LG