د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

کومو هېوادونو کې د ښځو پر حجاب بندیز لګېدلی؟


د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په یوه معلوماتي راپور کې د هغو هېوادونو د نومونو لېست خپور کړی چې پر اسلامي حجاب‌یې بندیز لګولی دی.

پر اسلامي حجاب رسمي بندیز لومړی په فرانسه کې اعلان شو او دا لړۍ وروسته ځینو عربي هېوادونو ته هم ورسېده.

د لوېدیځ په یو شمېر هېوادونو کې په رسمي دفترونو او علمي مرکزونو کې د اسلامي حجاب پر بېلابېلو ډولونو بندیز لګول شوی، خو دا یوازې لوېدیځ نه‌دی چې پر حجاب‌یې بندیز لګولی بلکې په دې فهرست کې ځیني هغه عربي هېوادونه هم شامل دي چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي.

ځینو عربي هېوادونو کې هم پر حجاب بندیز لګېدلی.
ځینو عربي هېوادونو کې هم پر حجاب بندیز لګېدلی.

برقه او نقاب د اسلامي حجاب هغه ډولونه دي چې ځینو هېوادونو په رسمي دفترونو او عملي مرکزونو کې بندیز پرې لګولی او ځینو هېوادونو د لامبو په حوضونو کې د بورکیني یا د ښځو د لامبو پر هغو ځانګړو جامو هم بندیز لګولی چې په لوېدیځ کې د لامبو د معمولو جامو برعکس ټول بدن پټوي.

فرانسه لومړی اروپايي هېواد و چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د اسلامي حجاب پر اغوستو بندیز ولګاوه او یو کال وروسته بلجیم هم د فرانسې پر پله پل کېښود.

په بلجیم کې مسلمانې ښځې د سمندر پر غاړه د لامبو په ځانګړو ځایونو کې د لامبو اسلامي جامې-بورکیني اغوستلی شي، خو د لامبو په حوضونو کې بندیز پرې لګول شوی.

پر ۲۰۱۵ کال هالنډ، د هوايي ډګرونو په څېر له امنیتي پلوه په حساسو ځایونو او ښوونځیو کې د هغو جامو پر اغوستو بندیز اعلان کړ چې مخ پټوي او د همدې کال په اګست میاشت کې د جرمني یوې محکمې اعلان وکړ چې ښځې په شپې لېسو کې نقاب نه‌شي اغوستلی.

ورپسې د اتریش حکومت په ښوونځیو کې پر اسلامي حجاب بندیز اعلان کړ.

بلغاریا هم په دولتي ادارو، ښوونځیو، تفرېح ځایونو او کلتوري مرکزونو کې پر اسلامي حجاب بندیز ولګاوه.

مراکش چې اکثر وګړي یې مسلمانان دي هم پر اسلامي حجاب بندیز ولګاوه.

د مراکش د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۷ کال کې په امنیتي دلایلو د برقې پر تولید او خرڅلاو بندیز اعلان کړ، خو په سویس کې اوس‌مهال د تیسینو په نوم په یوه ولسوالۍ کې پر اسلامي حجاب بندیز لګول شوی، مګر په پام کې ده چې په ټول هېواد کې د دې بندیز په اړه ټولپوښتنه وشي.

د ایټالیا د شمال په لومباردي سیمه کې په دولتي ادارو او روغتونونو کې پر حجاب بندیز اعلان شوی دی او د مصر حکومت د هغې لایحې مسوده برابره کړې چې له مخې یې په دولتي ادارو او عامه ځایونو کې پر نقاب او برقې بندیز لګول کېږي خو د قاهرې پوهنتون لادمخه په ټولګیو کې د استادانو او علمي کارکوونکو لپاره د حجاب اغوستل ممنوع اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG