د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د رومانیا صدراعظم وايي له خپلې دندې به استعفا ورنه‌کړي


د رومانیا صدراعظم سورین ګریندینو.
د رومانیا صدراعظم سورین ګریندینو.

د رومانیا صدراعظم وايي چې له خپلې دندې به استعفا ورنه‌کړي او ټینګار یې وکړ چې یوازې پارلمان دی استعفا ته اړ ایستی شي.

د رومانیا صدراعظم که څه هم د فساد پر ضد د مبارزې د هڅو په ترڅ کې خپل هغه فرمان چې ځیني جګپوړي چارواکي د فساد له تحقیقاتو مستثنی کوي فسخ کړ، خو د ده د حکومت پر ضد پراخ اعتراضونه دوام لري.

سورین ګریندينو «Sorin Grindeanu» ټینګار کوي چې د رومانیا صدراعظم په توګه له خپلې دندې به استعفا ونه‌کړي.

ګریندینو نن د «انتن۳» په نوم چینل ته وویل، دی به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نوموړی دا اعلان په داسې حال کې کوي چې پرون یکشنبه د رومانیا خلکو د ده د واکمنۍ پر ضد پراخو مظاهرو ته دوام ورکړ.

​د رسنیو د اټکل له مخې د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې شااوخوا پنځه لکه کسانو په مظاهرو کې ګډون وکړ چې له دې ډلې یوازې دوه لکه کسانو د پلازمېنې بخارست واټونو ته راوتلي وو.

د رومانیا کابینې نن په یوې بېړنۍ غونډه کې هغه لانجمن فرمان لغوه کړ چې له مخې یې ځیني چارواکي د فساد له تحقیقاتو مستثنی کېدل.

د ماریوس په نوم یوه اعتراض کوونکي روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"تر څو چې پر سپین کاغذ په تور رنګ په لیکلو تورو د دې فرمان لغوه کېدل ونه‌وینو، باور نه‌شو کولای ځکه موږ پر حکومت خپل اعتبار له لاسه ورکړی، موږ به نن د پرون او نورو ورځو په څېر په مظاهرو کې برخه واخلو، څو حکومت اړ کړو چې دا قانون فسخ کړي."

صدراعظم ګریندینو له دې یوه ورځ مخکې د خلکو د فشارونو په وړاندې تسلیم شو او ژمنه‌یې وکړه چې دا فرمان به لغوه کړي څو د رومانیا خلک ونه‌وېشل شي.

په دې فرمان کې چې له سختو انتقادونو سره مخامخ شو له عدلي تعقیب څخه هغو چارواکو او د پارلمان غړو ته د معافیت ورکولو ژمنه شوې وه چې د فساد قضیې یې له ۴۴ زره ډالرو لږې دي.

په ۱۹۸۹ کال کې د کمونېست رژیم له پرځېدو وروسته دا مظاهرې چې نن‌یې شپږمه ورځ ده، په رومانیا کې د حکومت پر ضد تر ټولو ستر اعتراض شمېرل کېږي.

XS
SM
MD
LG