د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

ځينو کار وبارونو خوست ښار ناپاک کړی دی


خوست ښار کې د قصابانو، چرګانو، فلزکارانو، غلې او ځينو نورو صنفونو شتون نه‌یوازې ښار تنګ کړی او ګڼه ګوڼه‌يې ډېره کړې ده، بلکې تر څنګ‌يې د ښار نظافت او پاکوالی هم خراب کړی دی.

د خوست ښاریان وايي چې یاد صنفونه باید د ښار دباندې سیمو ته ولېږدول شي او د ښار په کوڅو کې لويې فروشګاوې، د خوراکي توکو پلورنځي، د عصري او انتیکو توکو مغازې، رسټورانټونه او نور جوړ شي تر څو ښار پاک او ښایسته ښکاره شي.

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي الف شاه منګل ازادي راډیو ته وايي، که ځايي اداره او د ښاروالۍ ریاست، د هغو صنفونو لپاره چې ښاري نظم او پاکوالی ورڅخه زیانمن شوی، بېل او جلا ځای وټاکي، نو د ټولو صنفونو کاروباریان حاضر دي چې پرته له جنجاله هغو سیمو ته ولاړ شي.

حاجي الف شاه منګل زیاتوي:

"تجاران وايي چې موږ ته ځای مشخص کړئ موږ ورځو، تر څو ښار ته انکشاف ورکړل شي، ښار ازادوالی وکړي، لکه د غلې منډيي ده، د چرګو منډيي ده، فلزکاران دي، د ښار ټول صنفونه زموږ سره وتلو ته حاضر دي، دوی وايي چې که ځمکه ورته مشخصه شي، نو دوی ورځي او هېڅ مزاحمت نه‌کوي."

د حیواني علومو ماسټر پوهنیار اجمل خوستی هم وايي چې د ښار په مزدهمو ځایونو کې له قصابیو او د چرګانو خرڅولو څخه ځینې حیواني ناروغۍ انسانانو ته انتقالېږي.

نوموړی وايي:

"ډېر داسې امراض دي چې د همدې حیواناتو له لارې انسانانو ته انتقالېږي، د چوک په څنګ کې قصابي دي او د دې فرعي محصولات د څاروي همالته اچول کېږي، هلته تر څنګ‌يې کلچه‌پزي ده، هلته لوی او واړه هوټلونه دي چې له‎ دې لارې ډېر امراض انتقالېدای شي، د چرګانو خرڅوونکي هماغه ځای کې حلاله کوي، همالته ځیني پوستکي باسي، هېڅ نظافت نه‌مراعتوي او کثافات‌يې پیوست لختیو ته اچوي."

د خوست یو شمېر ښاریان هم وايي چې دا ځینو صنفونو ښار ناپاک کړی او د ښار د پاکوالي او ښکلا لپاره باید په‎ دې مهمو کوڅو کې مغازې او عصري پلورنځي جوړ شي.

دوی وړاندې وايي:

"زما نوم نور حسن دی، د چرګو منډيي د ښار په غلط ځای کې جوړه ده، د دې منډيي په عوض باندې کېدای شول چې دلته فروشګاوې، رسټورانټونه، انتیک فروشی او نور پلورنځي جوړ شي، نو خلکو ته به ډېره ګټه وي."

"زه سید ولي خان یم چې د چرګو منډيي ته‌يې داسې ګوښه ځای مقرر کړای وی او هغه ځای ته وتلي وی، نو یو به چټلي ورکه شوې وی، بل به دا د بازار منځ کې بوی ورک شوی وی، د ښار منځ کې سخت بوی وي، سختې چټلۍ يې جوړې کړي دي چې روان وې نو پوزه به دې نیولي وي. "

بل‎خوا خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزی د ښار د پاکولو لپاره د ښاریانو نظرونه او وړاندیزونه پر ځای بولي او زیاتوي چې مناسبو ځایونو ته د ښار د صنفونو د لېږدولو د لارو چارو د موندلو لپاره د ولایت مقام له‌خوا یو کمېسیون هم مؤظف شوی دی.

خوست ښاروال زیاتوي، دوی غواړي د هر ښاري صنف سره له تفاهم وروسته هغوی ښار پورې تړلو داسو ځایونو ته ولیږدوي چې ورته مناسب وي او کار وبار يې نه‌زیانمنېږي.

انجینر عبدالبصیر محمدزی وايي:

"په نېږدې راتلونکي کې به د چرګو منډيي یا مارکېټ د ښار څخه ووځي، نه‌یوازې د چرګو منډيي بلکې پر ټولو اصنافو کار روان دی، په نېږدې راتلونکي کې به موږ ان‌شاءالله وتوانېږو هغو صنفونه چې په ښار کې يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده، بې‌نظمي يې جوړه کړې ده، دا به له ښار وباسو او د ښاري کمېسیون مهمه وظیفه همدا ده."

کتونکي په دې نظر دي، تر څو چې د ښار له کوڅو او سړکونو هغه کاروباریان چې باید د ښاره دباندې سیمه کې فعالیت ولري، بیدیانو سیمو ته ونه‌لېږدول شي او د ښار د متوازنې پرمختیا لپاره لارې چارې پیدا نه‌شي، نو تر هغه د ښار د ګڼه ګوڼې مخنیوی، د نظافت مراعت او نظم برابرول به ستونزمن وي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG