د امریکا د جمهوري ریاست مرستیال ولسمشر مایک پنس ایران ته په داسې وخت کې خبرداری ورکړی دی چې د واشنګټن او تهران تر منځ په اړیکو کې کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.
ښاغلي پنس له «اې. بي. سي نیوز» چینل سره په خپله پرونۍ مرکه کې وویل، ایران باید جنترۍ ته نظر وکړي او درک کړي چې سپینې ماڼۍ ته نوی ولسمشر راغلی او د نوموړي په وینا ایران ته به دا غوره وي چې د امریکا د نوي ولسمشر جدیت ونهازمايي.
د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر تر دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس ایران په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو ستر ملاتړی وباله.
تر دې یوه اوونۍ وړاندې د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار مایکل فلېن ویلي و، هغه وختونه لاړل چې د امریکا او نړۍ پر وړاندې به د ایران له دښمنۍ ډک اعمالو څخه سترګې پټېدې.
کله چې د امریکا له مرستیال ولسمشره پوښتنه وشوه چې هېواد بهيې د ایران د پاروونکو ګامونو پر وړاندې څه وکړي نو مایک پنس وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د پوځي ګام په ګډون ټول انتخابونه لري.
نوموړي وویل، سپینه ماڼۍ اوس د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې جزئیات څېړي.
مایک پنس زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ به خپلو ټولو سلاکارانو ته غوږ ونیسي او اشتباه به ونهکړي.
د هغه په خبره د ولسمشر ټرمپ پرېکړه دا ده چې ایران باید پر خپلو پاروونکو اعمالو له سره غور وکړي.
ایران دا ردوي چې ګواکې د لیرې واټن ویشتونکي توغندي وروستۍ ازموینهيې د دې هېواد او نړیوالو تر منځ له شوې موافقې سرغړونه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره اوونۍ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تهران د امریکا له ګواښونو نهوېرېږي.