د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

نيازی: حکومتي ادارې د پکتيا برېښنا شرکت ۲۱ ميليونه افغانۍ پور نه‌ورکوي


د پکتيا ولايت د برېښنا شرکت مسؤلين وايي، تر ۲۱ ميلیونه افغانيو په زياته اندازه‌يې دولتي ادارې پوروړي دي او تر هغو چې پوروړې ادارې ورته پيسې تحويل نه‌کړي دوی نه‌شي کولای برېښنا توليد او خلکو ته ورسوي.

د پکتيا برېښنا رئیس محمد اصف نيازي ازادي راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل، دولتي نظامي او ملکي ادارې پر خپل وخت دوی ته د برېښنا بېلونو تحولي نه‌کوي او پر اساس‌يې له ستونزو سره مخ دي.

د ده په خبره دوی په پرله‌پسې ډول له پوروړو ادارو څخه د پيسو د تحولي مکتوبي غوښتنه کړې خو اداراتو تر دې مهاله د پيسو په تحولي اقدام نه‌دی کړی.

دی دغه‌راز وايي:

"زموږ ډېرې ادارې پوروړې دي رهايشي ساحې او تجارتي مو هم پوروړې دي، خو په دولتي ادارو کې ۲۰۳ تندر قول اردو، قومانداني ۲۰۳ سپين‌غر زون، امنيه قومانداني، رياست محاکم، کابل بانک او داسې نورې شعبې ډېره باقي داري لري په مجموع کې تقريباً ۲۱،۷۸ ميلیونه افغانۍ پورونه پر دوی باندې لرو."

نوموړی زياتوي دوی نه‌شي کولای په دومره زياتو پورونو کې د خلکو لپاره برېښنا برابره کړي، ځکه چې دوی جنراتوري برېښنا لري او د پيسو د نشتوالي له امله خپل مشکل نه‌شي حلولای.

نوموړي زیاته کړه:

"ترميمات هم نه‌شو چمتو کولای، روغنياتو کې هم ستونزه لرو او د هغو کارمندانو چې دلته د خلکو لپاره خدمات وړاندې کوي، د هغوی حقوق هم نه‌شو ورکولای له دې ټولو ستونزو سره مخ يو."

د دوی دا ستونزه د پکتيا ولايت مقام هم تائيدوي او وايي چې يو شمېر حکومتي ادارې د برېښنا رياست پوروړې دي چې دوی د پورونو اخيستو لپاره وخت پر وخت ګام پورته کړی او په جدي ډول‌يې دا موضوع تعقيب کړې، د پکتيا والي وياند عبدالله حسرت وویل:

"په خپله والي صاحب په تېرو اداري جلسو کې جدي سپارښتنه کړې چې د هغو ادارو برېښنا دې قطعه شي چې پيسې نه‌تحویلوي او په تېره اوونۍ کې دوه ورځې د دوی برېښنا قطعه شوې هم وه چې بايد پيسې تحويل کړي خو ځينې ادارې چې پيسې نه‌ورکوي وجه‌يې د تخصيص نشتوالی دی له مرکز سره د دوی ستونزه هوارېږي او ان‌شاءالله پيسې به تحويل کړي."

نوموړی دا هم وايي، په تېره اداري جلسه کې د پکتيا والي زلمي ويسا هغو ادارو ته د پيسو د جدي تحويلي امر کړی دی چې په تېره اوونۍ کې يې د تخصيص له شتوالي سره سره پيسې نه‌دي تحويل کړي.

برېښنا شرکت ته د دغو پورونو د نه‌ورکولو په مسئله کې مو وغوښتل چې د يو شمېر پوروړو ادارو نظر هم واخلو خو په دوی کې هېڅ‌څوک حاضر نه‌شول چې له ازادي راډيو سره خبرې وکړي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG