د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

خوست کې دا ځل یوازې د سیمو نجونې روغتیايي زده‎کړو ته جذبېږي


د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دا پلا هغه نجونې د قابله‎ګۍ او نرسنګ دوه کلن پروګرام ته نیسي چې په سیمو کې يې نرسانې او قابله‎ګانې نه‎وي او کلیوالي شوراګانې يې دا تضمین وکړي چې خویندې او لوڼې به يې په خپلو کلیو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه کوي.

په خوست کې د نرسنګ او د قابله‎ګۍ د پروګرام مسؤله ډاکټر خدیجه صافی ازادی راډیو ته وايي، د تېرکال په تعقیب سږکال بیا هم د ناروېژن کمېټه په خوست کې د ۲۵ قابله‎وو او ۲۵ نرسانو د روزنې دوه کلن پروګرام لري، خو دا ځل به صرف د هغو ساحو نجونې دې پروګرام ته جذب کړي چې هلته نرسې او قابلې نه‎وي.

خدیجه صافی د دې پروګرام اهداف داسې په ګوته کړې:

"پخوا چې اکثره قابله‎ګانې فارغې شوي دي، بېرته هغه سپینو ساحو ته، کلیو او بانډو ته نه‎دي تللي او تر ډېره په ښار کې پاتې شوي، زموږ هدف دا دی چې د هغه کلي او بانډې چې هلته قابله نشته نفر ورڅخه انتخاب کړو، ځکه چې هغه بېرته ځي، فکر کوم د دې قابله‎وو سره به تر ډېره د کلیو او بانډو مشکلات حل شي."

د قابله‎ګۍ او نرسنګ د پروګرام په ازموینه کې نېږدې ۵۰۰ نجونې برخه لري چې نیمايي يې تېره ورځ او نیمايي نن د جمعې په ورځ په یاد پروګرام کې د شاملېدو لپاره ازموینه ورکوي.

د ازموینې یو تن ګډونوالې په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې امتحان به شفاف وي او مستحقې نجونې به دې پروګرام ته جذب شي:

"نوم مې وسیمه ده، د منیر کلي د نسوانو د لیسې د دولسم ټولګي زده‎کوونکې یم، دا چې نن موږ دلته امتحان ته راغلي یو خدای دې وکړي چې شفاف امتحان به وي، کله چې موږ فارغې شو، انشاالله په خپل کلي کې به خدمت کوو، موږ يې وینو چې په کلیوالي کلینکونو کې مو اړتیا ډېره ده، انشاالله د نرسانو په ګمارنې سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه شي."

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئيس ډاکټرګل محمدالدین وايي چې اوس‎مهال د ټول ولایت په کچه یوه ولسوالي او روغتیايي کلینک هم داسې نشته چې هلته دې نرسه یا قابله فعالیت ونه‎لري.

دی زیاتوي، خوست غرنۍ سیمه ده او داسې منطقې شته چې هلته نرسانې او قابله وې نشته، نو دوی دا پلا یوازې له هماغو سپینو ساحو نجونې دې پروګرام ته جذبوي.

ډاکټر ګل محمدالدین دې پروګرام ته د نجونو جذبولو پروسیجر داسې بیانوي:

"د مخکې قابله‎وو په فراغت سره موږ په خوست کې الحمدالله اوس یو داسې کلینک نه‎لرو چې په هغه کې نرسه یا قابله نه‎وي، د دې نجونو په فراغت سره به هم هغه ساحې چې سپینې پاتې شوي، یا هغه لېرې ولسوالۍ وې چې هلته قابله وې نه وې، دوی موږ ته دا تعهد په لیکلي ډول راکړی چې دوی به په هماغه کلي او ولسوالۍ کې چې دوی ورڅخه مراجعه کړې، هلته به خدمت کوي، نو په‎دې سره به هغه نمګړتیا چې په لېرې ساحو کې يې لرو، هغه به تر ډېره بریده حل شي."

د یادونې وړ ده د نارویژن کمېټې له‎خوا دا مهال تر دوه کلونو زده کړو وروسته ۵۰ نجونو د نرسنګ او قابله‎ګۍ په برخو کې زده کړې بشپړې کړي چې په نېږدې ورځو کې به ټولنې ته د روغتیايي خدمتونو په موخه وړاندې شي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست د چارواکو په وینا چې له ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې ۱۷۱ تنه قابله ګانې او ۶۱ تنه نرسانې د دو کلنو حکومتي پروګرامونو په بهیر کې روزل شوي چې دا مهال د ولایتي روغتون په ګډون د ولسوالیو او مرکز په روغتیايي مرکزونو کې پر دندو بوختې دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG