د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

قاسمي: د امریکا وروستی ادعا بې اساسه، تکراري او پاروونکې ده


د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغه اقدام چې تهران ته یې د یوه توغندوي ازموینې له کبله رسماً خبرداری ورکړی، پاروونکی ګام بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د پنجشنبې په ورځ ایرنا خبري آژانس ته ویلي چې د امریکا ادعا، بې اساسه، تکرارې او پاروونکې ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما تر واک لاندې ادارې ونه‎شو کولای چې د تهران قانون ماتوونکو اقداماتو ته مناسب ځواب ووایي.

نوموړي وروسته وویل:

"له همدې شېبې ایران ته رسماً خبرداری ورکوو."

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین

فلین زیاته کړه:

"د بالسټیک میزائیل وروستۍ ازموینه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۲۲۳۱ مادې سره په واضح ټکر کې ده. په دغې ماده کې له ایرانه غوښتنه شوې چې د اټمي سروکو د انتقال وړ د هېڅ ډول بالسټیک توغنديو فعالیت ترسره نه‎کړي."

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي چې د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین وروستۍ وینا دا ډاډ ورکوي چې امریکا د دغسې کړنو په خاطر چوپتیا نه‌غوره کوي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه کې پرون ویلي چې د ایران مشران باید د هغه اټمي توافق له کبله چې امریکا ورسره لاسلیک کړی منندوې اوسي.

ولسمشر ټرمپ په خپلو دغو څرګندونو کې د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ اټمي تړون ته اشاره کړې ده.

هغه په خپل پیغام کې زیاته کړې:

"ایران د ماتېدو په حال کې و چې امریکا په خپل اټمي تړون او ۱۵۰ میلیونه ډالرو سره ایران بېرته ژوندی کړ."

ولسمشر ټرمپ په پرله‎پسې ډول د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شو، انتقاد کړی دی او هغه یې یو کمزوری او بې ګټې بللی دی.

ایران د دغه توافق پر اساس خپله اټمي پروګرام محدود کړی او په بدل کې یې پر دغه هېواد ځینې لګیدلي بندیزونه لېرې شول.

که څه هم تهران تردې توافق وروسته څو ځلي بالسټیک توغندي آزمویلي دي، خو د تېرې یکشنبې د ورځې آزموینه هغه څه ده چې د امریکا د نوي ادارې د کار له پیل راوروسته شوې ده.

د امریکا حکومت وایي، د ایران وروستۍ بالسټیک آزموینه د امنیت شورا د ۲۰۱۵میلادي کال د پریکړه‎لیک پر خلاف ده.

په پریکړه‎لیک کې له ایرانه غوښتل شوي چې هغه توغندي ونه ازمایې چې د اټمي سروکو د انتقال وړتیا ولري.

ایران وایي، دا کار یې د معمولي دفاعي وړتیا د پیاوړي کولو یوه هڅه وه او د امنیت شورا پریکړه‎لیک یې نه‎دی نقض کړی.

ایران وایي، دغه هېواد د اټمي وسلې د پرمختیا نیت نه‎لري.

XS
SM
MD
LG