د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

ټرمپ ټېلرسن ته: دا یې وخت دی څو پر بهرنیو چارو روښانه نظر وشي


رکس ټېلرسن «Rex Tillerson» د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په توګه پرون وروسته له هغه لوړه وکړه چې د سنا جرګې له لوري تائید شو.

د امریکا متحده ایالاتو سنا جرګې ټېلرسن ته ۵۶ تائید او ۴۳ مخالفې رأیې ورکړې.

څلورو ډموکرات سناتورانو هم ټېلرسن ته د تائید رأیه ورکړه.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ رکس ټېلرسن ته د لوړې ورکولو پر مهال وویل چې دا یې وخت دی څو د بهرنیو چارو په اړه په یوه روښانه نظر تمرکز وشي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ زیاته کړه:

"دا یې وخت دی چې د بهرنیو چارو په اړه په یوه روښانه نظر تمرکز وشي. زموږ شاوخوا نړۍ ته په یوه تازه بڼه وکتل شي او د شته غوره حقایقو په رڼا کې پرتې نوې حل لارې ولټول شي."

ښاغلي ټرمپ د روسیې په ګډون له بهرنیو دولتونو سره د تېلو د سترې کمپنۍ د رئیس په توګه د هغه پراخې تجربې وستایلې او هغه‌یې یوه پانګه وبلله چې دی یې چمتو کړ څو د دې هېواد تر ټولو لوړپوړی ډیپلومات شي.

ټېلرسن تر دې مخکې د اېکسون موبایل اجرائیه رئیس و چې د روسیې په ګډون‌یې په ټوله نړۍ کې د تېلو د سترو زېرمو د استخراج پر چارو څارنه کړې او د سهامو له پلوه‌یې کمپنۍ د تېلو تر ټولو ستره کمپنۍ ده.

که ډونالد ټرمپ او یو زیات شمېر جمهوري غوښتونکي هغه یو تجربه‌کار شخص بولي یو شمېر ډموکرات سناتوران بیا دې ته اندېښنه لري چې هغه به ښایي د روسیې په وړاندې له حده زیات له زغمه کار واخلي.

منتقدین دا اندېښنه هم لري چې دی به په روسیې اقتصادي بندیزونه لغوه کړي.

متحده ایالاتو په روسیې باندې له اوکراینه د کریمیا د جلا کولو په خاطر بندیزونه ولګول.

کله چې د متحده ایالاتو پخوانۍ ادارې د بارک اوباما په مشرۍ په روسیې باندې بندیزونه ولګول د بهرنیو چارو اوسني نوي وزیر رکس ټېلرسن په مشرۍ اېکسون موبایل د روسیې د تېلو له دولتي شرکت روس‌نفت سره د تېلو د استخراج د څو میلیارده ډالرو پروژه درلوده.

رکس ټېلرسن تېره میاشت سنا جرګه کې روسیه یوه خطرناکه او بې‌ثباته کوونکې لوبغاړې وبلله خو ویې‌ویل چې واشنګټن باید له کرملېن نه خپل درک اصلاح کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG