په ختیځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خیل وايي چې وسلهوال مخالفین د ډېورند پولي سره په ډېر نېږدې واټن کې پټنځایونه لري او هغه وسلهوال چې دوی یې د عملیاتو په ترڅ کې نیسي، اکثراً یې هغه کسان دي چې د ډېورنډ له پولي اخوا یې روزنه شوي وي.
نوموړی زیاتوي چې هغه مهمې سرحدي لارې یې ټولې تړلي، په کومو چې وسلهوالو مخالفینو تګ راتګ کاوه.
له ښاغلي حسین خیل سره زموږ همکار محبوب شاه محبوب مرکه کړې ده.