د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

ارګ عطا محمد نور سره خبرې کړي خو د مشخصې ونډې بحث ردوي


د افغانستان ارګ ماڼۍ وايي، د ښې حکومتوالۍ په هدف‌یې له ځینو سیاسي جریانونو سره خبرې پیل کړي څو دوی ته هم په حکومت کې ونډه ورکړل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي که څه هم د کوم مشخص سیاسي جریان نوم نه‎اخلي خو وړاندې د ارګ او د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور تر منځ خبرې پیل شوې وې چې لاهم روانې دي.

شاه‌حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې لا تر اوسه په یادو بحثونو کې د مشخصې ونډې بحث نه‎دی مطرح شوی خو حکومت هوډ لري چې په حکومتوالۍ کې د سیاسي جریانونو او شخصیتونو له تجربو ګټه واخلي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي وايي:

"هغه څه چې د ملي یووالي حکومت پورې اړه لري هغه دا ده چې موږ به د چارو په مخ ته وړلو کې د سیاسي جریانونو له تجربو او وړتیاوو استفاده وکړو، دا بحثونه د اصولو په چوکاټ کې پیل شوي څو موږ سیاسي مشارکت زیات کړو خو تر اوسه د ارقامو موضوع لا نه‎ده مطرح شوې."

د افغانستان ارګ ماڼۍ له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور تازه رسنیو ته ویلي، ولسمشر غني سره په خبرو کې یې د څوکیو موضوع مطرح کړې او دې برخه کې پرمختګ هم شوی.

نوموړي ویلي چې له ولسمشر غني څخه‌یې د ۱۵ ولایتونو، ۳۰ سفارتونو او د ۱۵ انتصابي سناتورانو د ونډې غوښتنه مطرح کړې چې ولسمشر دغه غوښتنه منلې هم ده.

د بلخ سرپرست والي همداراز ویلي چې دی له ارګ سره د جمعیت ګوند او اجرائیه ریاست په استازیتوب خبرې مخ ته وړي چې تر دې دمه‌یې ښه نتیجه هم ورکړې.

وموغوښتل چې د ښاغلي نور د دې خبرو په اړه د اجرائیه ریاست نظر هم ولرو خو مطبوعاتي مسؤلینو یې په دې برخه کې له څه ویلو ډډه وکړه.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې له ارګ ماڼۍ سره په حکومت کې ظاهراً د جمعیت ګوند د ونډې پر سر په خبرو بوخت دی خو وړاندې د جمعیت ګوند یوه ویاند او په اجرائیه ریاست کې ځینو منابعو ازادي راډیو ته ویلي چې عطا محمد نور د دوی په استاریتوب له ارګ سره خبرې نه‎کوي.

له دې ټولو سره-سره سیاسي کارپوهان بیا د ارګ ماڼۍ او د بلخ سرپرست والي تر منځ روانې خبرې د اندېښنې وړ بولي.

سیاسي کارپوه اسحاق اتمر وايي، له عطا محمد نور سره د ارګ معامله به پر حکومت د خلکو باور ته جدي زیان ورسوي.

سیاسي کارپوه اسحاق اتمر
سیاسي کارپوه اسحاق اتمر

نوموړی وايي:

"د ملي یووالي حکومت معنی دا نه‎ده چې ۳۰ فیصده او ۴۰ فیصده دې یوه او بل لوري ته ورکړل شي که څه هم د خبرو مخالف نه‌یم خو په ونډو باندې قدرتونو ته سهم ورکول له ولس سره ستره جفا ده."

ښاغلی اتمر وايي، که څه هم په حکومت کې د سیاسي ګوندونو ونډه د ښې حکومتوالۍ او د ثبات په ټینګښت کې مرسته کولای شي خو دا چې هر سیاسي ګوند او شخص له خپل زور او نفوذ څخه په استفادې له حکومت څخه باج واخلي دا د ده په خبره د ولس پر ستوني پښه اېښودل دي چې پایلې به‌یې خورا منفي وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG