د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

چارواکي: د هېواد د پرمختګ غوره لار د عدم تشدد فلسفې پلي کول دي


افغان کارپوهان، مدني فعالان او دیني عالمان، تاوتریخوالی د خلکو په ټولو ورځنیو فعالیتونو کې یو ناوړه چلند بولي.

په افغانستان کې د عدم تشدد فلسفې مینه‌وال اوڅېړونکي وايي، په هېواد کې د سولې، ثبات، پراختیا او پرمختګ تر ټولو غوره او ګټوره لار د عدم تشدد فلسفې د اصولو پلي کول دي.

دوی وايي، سل کلنو مطالعاتو ښودلې چې د یوه هېواد او ټولنې د اصلاح، ثبات او هر اړخیز پرمختګ لپاره د عدم تشدد مبارزې تر نورو مبارزو ښه نتیجه ورکړې ده.

دا خبرې د عدم تشدد فلسفې ځینو مینه‌والو او څېړونکو، دیني عالمانو او افغان کارپوهانو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کلید راډیو د "عدم تشدد" په نامه د ځانګړې خپرونې د ارزونې په مناسبت، په یوې تحلیلي ناسته کې وکړې.

د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وویل، دولتي او غیر دولتي اړوندو ادارو ته په‌کار ده چې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د عدم تشدد فلسفې ارزښتونه خلکو او په تېره ځوان کهول ته روښانه او دوی د یادې فلسفې د اصولو مراعتولو او پلي کولو ته چمتو کړي.

قاسمیار: موږ باید د سولې فرهنګ عام کړو .
قاسمیار: موږ باید د سولې فرهنګ عام کړو .

نوموړي زیاته کړه:

"موږ باید د سولې فرهنګ عام کړو او د تاوتریخوالي پر ځای یې وکاروو، خو دا کار اسانه هم نه‌دی او هر اړخیزه همکاري، مبارزه او اګاه شعور غواړي تر څو په دې لور روان شو، له نېکه‌مرغه په دې برخه کې څه ناڅه بریالیتوب حاصل شوی، ځکه هر بحث چې کېږي خلک په‌کې د سولې ملاتړ کوي."

ښاغلي قاسمیار وویل، د افغانستان اوسنی جنګ د تشدد یوه بېلګه ده او د دوست په جامه کې زموږ ځیني دښمنان خپله ابادي زموږ په بربادۍ کې لټوي چې د دې پر وړاندې هم باید، معقوله مبارزه وشي تر څو سوله بنسټیزه شي.

د عدم تشدد په دغې تحلیلي ناسته کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب، وویل، هڅې يې پیل کړي چې د دیني عالمانو د تبلیغ، غونډو او ناستو له لارې د عدم تشدد روحیه په خلکو کې پیاوړې کړي.

ده په دې برخه کې د حج اوقافو د وزارت د فعالیتونو په اړه وویل:

"د حج او اوقافو وزارت پنځه کاله دمخه د لومړي ځل لپاره، د اعتدال مرکز جوړ کړ او دا په دې خاطر چې څنګه وکړای شو، د ا فراط او تفریط له حد څخه ووځو."

په دغې تحلیلي ناسته کې وویل شول چې د ټولنیزو چارو د څېړونکو څېړنې ښيي چې د یوه مثبت بدلون لپاره د عدم تشدد مبارزې ۵۳ فیصده بریالۍ وې، ۲۰ فیصده‌یې نیمې بریالۍ او نیمې ناکامې وې، ۲۰ فیصده‌یې په بشپړه توګه ناکامې او ۲۳ فیصده‌یې هغه مبارزې وې چې که بریالۍ شوي هم دي، خو ډېر دوام‌یې نه‌دی کړی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات وویل، په ټولنه کې د یو مثبت بدلون او د ثبات د راوستلو لپاره، د ذهنونو چمتو کول اړین دي.

کمال سادات
کمال سادات

ده په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فعالیتونو په اړه وویل:

"موږ د عامه پوهاوي له لارې که هغه د مسجدونو، خانقاو، علمي او اکاډمیکو مرکزونو، د مدني ټولنو، قومي مشرانو او که د مطبوعاتو له لارې وي پر ضد یې کلکه مبارزه کوو، تر څو په دې مبارزه کې بریالي شو."

ویناوالو وویل، که تاوتریخوالی په کورنۍ، ټولنه، سیاسي او اقتصادي فعالیتونو او داسې نورو کې وکارېږي، ناوړه نتیجې به رامنځته کړي.

دوی له خلکو هم وغوښتل چې د ژوند په ټولو ورځنیو چارو کې د عدم تشدد اصول مراعت کړي څو دوامدارو کامیابیو ته ورسېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG