د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

سپینه ماڼۍ: د ټرمپ-پوتین خبرې مثبتې او د اړیکو ترمیم لپاره مهمې وې


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفون شاوخوا نیم ساعت خبرې وکړې.

دا وروسته له هغې چې ټرمپ د جنوري په شلمه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه د دواړو مشرانو تر منځ لومړی ځل رسمي خبرې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د دوی خبرې مثبتې وې او د امریکا او روسیې تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره چې ترمیم ته اړتیا لري، یو مهم پیل و.

سپینې ماڼۍ په یوه لنډ بیان کې همداراز ویلي:

"دواړه ولسمشران ټرمپ او پوتین هیله لري چې د نن ورځې له خبرو وروسته به دواړه خواوې وکولای شي چې د ترورېزم او نورو مهمو مسئلو برخه کې چټک اقدام وکړي."

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملېن بیا په یوه بیان کې ویلي د ټیلیفوني خبرو فضا وښوده چې د دې لېوالتیا شته چې امریکا او روسیه په خپلو کې اړیکې بېرته ترمیم او ښه کړي.

کرملېن وویل، دواړو لورو د روسیې او امریکا تر منځ د همکارۍ د پراختیا او ثبات لپاره د ګډ او اغېزمن کار کولو لپاره تیاري وښوده.

کرملېن دا هم وویل چې پوتین او ټرمپ په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د دوی په وینا د نورو ترورېستي ډلو د ماتولو لپاره په روانو پوځي هڅو کې د روسیې او امریکا تر منځ همغږي غوره وبلله.

د کرملېن په وینا پوتین او ټرمپ د دې یادونه وکړه چې دا مهمه ده چې دواړه هېوادونه په خپلو کې دوه اړخیزه ګټوره سوداګري او اقتصادي اړیکې بېرته اعاده کړي.

خو د ولادیمیر پوتین ویاند ډېمېټري پېسکوف انټرفکس خبري اژانس ته ویلي چې ټرمپ او پوتین په روسیې د امریکا د بندیزونو د اسانه کولو په سر خبرې نه‎دي کړي.

متحده ایالاتو پر روسیې په غیر قانوني ډول له خپلې خاورې سره د اوکراین د کریمیا د یوځای کولو او د اوکراین ختیځ کې له روس پلوه بېلتون‌پالو څخه د مسکو د ملاتړ له کبله دغه بندیزونه لګولي دي.

کرملېن ویلي چې دواړو مشرانو د اوکراین پر حالاتو هم خبرې وکړې او په دې یې موافقه وکړه چې د اوکراین او منځني ختیځ د کړکېچونو، ستراتیژیک ثبات او ترورېزم په وړاندې مبارزې په ګډون د نړیوالو مسایلو په اړه دې د شریکانو تر منځ همکاري ته ورته یوه مېکانیزم رامنځته شي.

په هغه تصویر کې چې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د ټویټر له لارې خپور کړی، لیدل کېږي چې د روسیې له ولسمشر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال له ټرمپ سره په دفتر کې د هغه مرستیال ولسمشر مایکل پېنس، د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین، د سپیني ماڼۍ د پرسونل مشر رینس پریبیوس او د ټرمپ ستر سلاکار سټیو بانون هم ناست دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي، ولسمشر ټرمپ له پوتین سره تر خبرو مخکې په ټیلیفون د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره هم ۴۵ دقیقې خبرې کړې دي.

جرمني او فرانسې د شنبې په ورځ د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې وه چې وایي، د ټرمپ اداره پر روسیې د امریکا له‌خوا د لګول شویو بندیزونو پر لیرې کولو غور کوي.

XS
SM
MD
LG