د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

سپین بولدک کې د افغان پولیسو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښته شوې


د کندهار چارواکي وايي سپین بولدک کې د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو په بریدونو کې يو سرحدي پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

پېښه نيم ساعت مخکې د کندهار ولایت د سپين بولدک او ښورابک ولسواليو تر منځ د سرو څاهانو په سيمه کې شوې.

د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک وايي چې وسله‌والو مخالفينو غوښتل له دې لارې افغانستان ته داخل شي چې سرحدي پوليسو پرې بريد کړی او پاکستاني ملېشو د مخالفينو د دفاع لپاره پر افغان سرحدي پوليسو متقابل برید کړی چې دې بريد نیم ساعت دوام درلود.

خپلواک وايي چې په دې پېښه کې يو سرحدي پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په خبره چې په پېښه کې وسله‌والو مخالفينو او پاکستاني ملېشو ته هم تلفات اوښتي چې دقيقه ارقام ورسره نه‌شته.

وسله‌والو مخالفينو او پاکستاني لوري تر اوسه په دې باب څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG