د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

رادمنش: د نویو امریکايي سرتېرو رالېږل د زیاتولو په معنی نه‎دی


د افغانستان دفاع وزارت د امریکا پوځ کې بدلون راوستل یو عادي امر ګڼي وايي چې افغانستان ته د امریکا د ۱۵۰۰ عسکرو رالېږل، په افغانستان کې د امریکايي پوځونو د زیاتولو په معنی نه‎دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کوم امریکایي عسکر چې افغانستان ته رالېږل کېږي له افغان پوځیانو سره به د مشورو او روزنې برخو کې مرستې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"د نړۍ په ټولو پوځونو او په تېره د امریکا پوځ کې د پوځیانو دوره یو معمولي امر دی، ۱۵۰۰ عسکر چې افغانستان کې یې مأموریت ختم شوی او خپل هېواد ته ستنېږي ځای یې نوي امریکایي عسکر ډکوي او دوی مؤظف دي چې زموږ له قوماندانانو سره په مشورو ورکولو او روزنیزو برخو کې مرستې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې چې تر راتلونکې میاشتې پورې، د افغان پوځیانو د روزلو او مشورو ورکولو لپاره خپل ۱۵۰۰ نوي عسکر، افغانستان ته ولېږي.

په راپورونو کې راغلي چې د امریکا دغه نوي عسکر به ۹ میاشتې په افغانستان کې مېشت وي خو ویل شوي نه‌دي چې دغه نوي عسکر به د افغانستان په کوم ولایت کې ځای پر ځای شي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون، د امریکا دغه اقدام، د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن بولي وايي چې دغه عسکر کولای شي چې د مؤثرو مشورو په ورکولو سره د افغان پوځیانو هغه ستونزې چې پخوا یې لرلې، کمې کړي.

د دغه کمېسیون غړي نواب منګل ازادي راډیو ته وویل:

"راتګ‌یې زما په نظر یوه اړتیا ده، دا ځکه چې په تېر یوه کال کې چې زموږ امنیتي ځواکونو د دښمنانو پر وړاندې کومه نیمګړتیا درلوده، دغه عسکر، د دې نیمګړتیا د پوره کولو لپاره ډېر مهم دي."

پخوا تر دې امریکا ویلي و چې په راتلونکي کال کې به هلمند ولایت ته ۳۰۰ بحري ځواکونه ولېږي او ویل کېږي چې د دې کار لومړي پړاونه پای ته رسېدلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو له مخې اوس‎مهال په افغانستان کې د امریکا ۸۵۰۰ ځواکونه مېشت دي چې یوه برخه‌یې افغان ځواکونو ته په مشورو ورکولو او روزنیزو چارو بوخته ده.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه یوسف همت وايي، د امریکا د نوي حکومت او سیاست د رامنځته کېدو په شپو ورځو کې افغانستان ته د نویو امریکايي ځواکونو رالېږل، د افغان ځواکونو لپاره مهم دي.

ښاغلي همت ټینګار کوي چې افغان ځواکونه دې د نویو امریکايي پوځیانو څخه په روزنیزه برخه او د ظرفیتونو په لوړولو کې ډېره ګټه واخلي څو په راتلونکي کال کې له نویو تجربو سره د جنګ ډګر ته ووځي او له هېواده په ښه توګه دفاع وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG