د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د پېښور د امن لاریون: د باچا خان عدم تشدد تګ‎لاره دې عملي شي


د امن غوښتلو دغه نارې "د امن د ټینګښت لپاره دې د باچا خان د عدم تشدد تګ‎لاره خپره او عملي کړل شي" د عوامي نېشنل ګوند غړي او مشران او د عبدالغفار "باچا خان بابا" پلویان په هغه امن لاریون کې وهي چې هدف‌یې په سیمه کې امن او د باچا خان د عدم تشدد تګ‎لارې خپرول وو.

دغه امن لاریون چې د دوشنبې په ورځ د باچا خان د تلین په مناسبت د پېښور پرېس کلب نه تر ولایت مقام "ګورنر هاوس" پورې وشو او د عوامي نېشنل ګوند مشرانو، پلویانو او ګڼ شمېر خلکو په‎کې ګډون کړی و، له حکومته وغوښتل چې په سیمه کې دې د سولې د ټینګښت لپاره د باچا خان بابا د عدم تشدد تګ‎لاره او د هغه فکر خپور او عملي کړي.

دغه لاریون ته د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو ویناوې هم وکړې او له حکومته‌یې وغوښتل چې په سیمه کې دې د سولې د ټینګښت لپاره جدي اقدامات وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سکرتر میا افتخارحسین په دغه لاریون کې له رسنیو سره په خبرو کې د سیمې د امن لپاره د افغانستان او پاکستان ښې اړیکې مهمې وبللې او د دواړو تر منځ د خپل‌منځي تړون پر پیاوړي کېدو یې ټینګار وکړ.

نوموړي همدا شان له خپل حکومته وغوښتل چې خپله داخله او خارجه پالېسي دې د خپلو ولسونو د ګټې لپاره جوړه کړي، نه د نړېوالو د ګټې لپاره.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سکرتر میا افتخارحسین
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سکرتر میا افتخارحسین

نوموړی په دې اړه وايي:

"امن به هغه وخت راځي چې د افغانستان او پاکستان خپلو کې ورورولي وي. په خټه یو یوو، په وینه یو یوو، په ثقافت یو یوو، په تهذیب یو یوو، نو چې موږ یو نه‌یوو، نو د روس، د چین او امریکا د وجې زموږ امن راتلای نه‌شي. کله چې پاکستان او افغانستان یو وي، نو چا ته‌یې اړتیا نه‌شته. لهذا دا زموږ یو پیغام دی او د امن په مارچ باندې موږ وايو چې زموږ مشران داخله او خارجه پالېسي د قوم د مفادو لپاره جوړه کړي، د بین‌الاقوامي مفادو لپاره دې نه‌جوړوي."

په دغه لاریون کې د باچا خان تعليمي مرکز او د باچا خان د فکر د خپرولو د ټولنې مشر ډاکتر خادم حسین وویل چې په سیمه کې د جنګ، کرکې او نفرت له‌منځه وړلو لپاره به د امن د مبارز د سوچ خپرولو دغه هلې ځلې تر یوې اوونۍ پورې دوام ولري.

د باچا خان تعليمي مرکز او د باچا خان د فکر د خپرولو د ټولنې مشر ډاکتر خادم حسین
د باچا خان تعليمي مرکز او د باچا خان د فکر د خپرولو د ټولنې مشر ډاکتر خادم حسین

نوموړی وايي:

"دا خاوره او دا وطن، دا د مینې، امن او اقتصادي ترقۍ مرکز پاتې شوی دی، دا یو تهذیب لري، یو تاریخ لري او د تېرو څو لسیزو نه چې څنګه د جنګ، اقتصاد، کرکه او نفرت دلته خپور کړل شوي دي، د هغې پر ضد د باچا خان دغه مفکوره مخې ته راوړلی شي چې د دې هېواد او د سیمې د هېوادونو واکدارانو هم له دې خبر شي چې دا خلک دا وطن او د دې وګړي امن غواړي، ترقي غواړي، پرمختګ غواړي او یو بل سره تړون غواړي."

په دغه لاریون کې د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو او پلویانو سربېره د مدني ټولنو ګڼ شمېر غړو او عام ولس هم ګډون کړی و.

مدني فعاله ثنا ګلزار، پر حکومتي ادارو غږ کوي چې په سیمه کې د امن لپاره دې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر ضد عملیات وکړي چې سولې او ثبات ته‌یې زیان رسولی دی.

د یادونې وړ ده چې عوامي نېشنل ګوند هر کال د عبدالغفار خان باچا خان بابا د تلین په مناسبت په پېښور او د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې غونډې او امن لاریونونه کوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG