د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۹

ارګ: اوباما وتوانېد څو د کابل-واشنګټن اړیکې بنسټیزې کړي


د امریکا د ۴۴م جمهور رئیس په حیث بارک اوباما داسې وخت خپله اته کلنه دوره پای ته رسوي چې د افغانستان د اوسني حکومت په باور هغه د دواړو هېوادونو د بنسټیزو اړیکو په جوړولو کې مهم رول ادا کړی دی.

که څه هم د افغانستان جګړه بارک اوباما ته په میراث پاتې وه خو هغه د خپلې واکداری پر مهال د دې جګړې بڼه بدله او تر ډېره یې مسؤلیتونه افغان لوري ته وسپارل شول.

د القاعدې د ختمولو په څېر ځيني اهداف چې جورج بوش په ۲۰۰۱ کال کې ټاکلي و د ده په دوره کې تر دې ځایه ورسېده چې د دغې ډلې مشر یې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې وواژه.

اسامه بن لادن
اسامه بن لادن

اوباما په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د جورج بوش څخه د قدرت واګې له اخېستو دوه میاشتې وروسته افغانستان ته د ۳۰ زره اضافي عسکرو لېږلو پریکړه وکړه.

د اوباما په باور د هغه دا پریکړه د افغانستان په اړه تر ټولو سخته پریکړه وه خو وروسته یې وویل چې حالاتو ته په کتو د ده دا تصمیم سم و.

له هغې وروسته امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۱میلادي کال د مې میاشت کې د القاعدې د شبکې مشر اسامه بن لادن پاکستان په ایبټ‎اباد ښار کې وواژه.

د امریکایانو په باور دا د هغه لپاره یو داسې هدف و چې د دویم ځل ټاکنې لپاره یې هم د هغه په بریا اغېز درلود.

خپله اوباما په دې اړه وویل:

"نن د امریکا متحده ایالاتو زما په مشرۍ حکومت د پاکستان د ایبټ‎اباد په یوه سیمه کې عملیات تر سره کړه، د امریکایانو یوې کوچنۍ ډلې دا عملیات په ډېره میړانه او وړتیا پای ته ورسول، له لنډې نښتې وروسته دوی اسامه بن لادن وواژه او د هغه جسد یې تر لاسه کړ."

له دې وروسته ۲۰۱۲ میلادي هغه کال و چې اوباما د افغانستان او امریکا د اړیکو پراختیا لپاره نوي اقدامات پیل کړه.

د همدې کال د مې په میاشت کې هغه افغانستان ته راغی او د وخت ولسمشر حامد کرزي سره یې د سټراټیژیکو اړیکو توافق لیک لاسلیک کړ.

که څه هم وروسته د حامد کرزي او اوباما اړیکې خرابې ارزول کېدلې خو اوباما له خپل افغاني سیال سرهاړیکو ته اهمیت ورکاوه او ډېرځله به یې سره لیدل.

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې امریکا د افغانستان لپاره د شیکاګو غونډه راوبلله په کومه کې چې له افغانستان سره د څلور میلیارده ډالرو مرسته اعلان شوه.

د بارک اوباما په وخت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د تدریجې وتلو موضوع هم مطرح وه چې په پایله کې یې د امنیت ساتلو او دفاع مسؤلیت ورو-ورو افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک د بارک اوباما د مدیریت بله موضوع وه چې حامد کرزی یې له لاسلیکولو ډډه کوله او دغې چارې د دواړو مشرانو اړیکې د خرابېدو تر پولې ورسولې.

ښاغلي کرزي تر پایه امنیتي تړون لاسلیک نه کړ او دا موضوع یې راتلونکي حکومت ته پریښوده.

کریم خرم چې د حامد کرزي د دفتر د رئیس او د کابینې د وزیر په حیث یې دنده تر سره کړې د دې اړیکو د خرابېدو لاملونه ازادي راډيو ته داسې بیان کړل:

کریم خرم د حامد کرزي د دفتر رئیس
کریم خرم د حامد کرزي د دفتر رئیس

"ډېر دلیلونه وو چې ځينې یې د جورج بوش له ادارې په میراث پاتې و، د پاکستان پر وړاندې د ناسم سیاست اختیارول یو له هغې ډلې و، سره له دې چې دوی پوهېدل چې پاکستان ترورېزم روزي دوی له پاکستان سره مرسته کوله، د ملکي تلفاتو او د افغانستان په کلیو او بانډو کې د جګړو ستونزه وه چې دا له تېر وخته پاتې وه، خو د اوباما په وخت کې بیا دا ستونزه ډېره شوه، بله ستونزه د یوه کمزوري حکومت لپاره د دوی هڅې وې، دوی غوښتل چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې اجرائیه ریاست رامنځته کړي او بل پړاو بیا د سټراټیژیک او امنیتي تړون لاسلیکول وو."

له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته د مسؤلیتونو د لېږد پروسه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بشپړه شوه او له دې سره د بارک اوباما حکومت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېره راکمه کړه.

یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې د اوباما ټوله هڅه دا وه چې د افغانستان په جګړو کې له حضوري پلوه اوږه سپکه کړي او پر ځای یې پراختیايي پروګرامونه ډېر عملي کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه مهدي منادي وايي چې د امنیتي مسؤلیتونو کمول د امریکا سمه پریکړه نه‎وه، ځکه د هغه په باور دې کار د افغانستان امنیتي او پراختیايي وضعیت له دوامداره ستونزو سره مخ کړ.

ښاغلي منادي زیاته کړه:

"کله چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره مطرح کېږي ولیدل شول چې طالبان او نورې وسله‎والې ډلې ډېرې پیاوړي کېږي او دې کار په افغانستان کې ناامنیو ته زمینه برابره کړه، د اوباما پراختیايي کارونه د افغانستان لپاره لاسته راوړنه یادېږي خو ناامنیو دې هرڅه ته ضربه رسولې ده."

خو له دې ټولو سره هغه وخت چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د سیپټمبر په میاشت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ په هېواد کې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا نوي پړاو ته ننوتې.

د ملي وحدت حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او د دواړو هېوادونو اړیکو د جوړېدو لپاره یې هڅې وکړې.

د ملي وحدت حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ
د ملي وحدت حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ

د ښاغلي غني په مشری اوسنۍ افغان حکومت په دې باور دی چې د امریکا سره د تړونونو لاسلیکولو د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې بنسټیزې کړي دي.

د جمهور رئیس ویاند هارو چخانسوري وايي چې په وروستیو دوه کلونو کې د امریکا او افغانستان اړیکې په سم لوري تللي دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د دې اړیکو په جوړولو کې بارک اوباما مهم رول درلود.

نوموړی وايي:

"د بارک اوباما د جمهوري ریاست دوره د افغانستان لپاره ډېره ښه دوره وه، لږ تر لږه په تېرو دوه کلونو کې حکومت وتوانېده چې له امریکا سره سټراټیژیکه اړیکې جوړې کړي چې په دې برخه کې خپله د بارک اوباما رول ډېر مهم و، هغه تصمیم چې د عسکرو د پاتې کېدو برخه کې بارک اوباما درلود ډېر حیاتي وو. بل دا چې د هغه رول د وارسا په کنفرانس کې د دې سبب شو چې د افغانستان لپاره نړیواله او سیمه ییزه اجماع رامنځته شي، د سټراټیژیک تړون او د امنیتي دوه اړخېزې موافقې له لاسلیک سره ده د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې بنسټیزې کړې."

د بارک اوباما حکومت د افغانستان د ۲۰۰۹ میلادي او ۲۰۱۴ میلادي کلونو په انتخاباتو کې هم رول درلود.

په داسې حال کې چې دواړه دا انتخابات د بحرانه تېرېدل بارک اوباما د خپلو استازو په منځګړیتوب انتخابات له دې حالته وایستل.

د اجرائیه رئیس دویم مرستیال محمد محقق وايي چې که امریکا د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې منځګړیتوب نه وی کړای په افغانستان کې موازي حکومت اعلانېده.

د اجرائیه رئیس دویم مرستیال محمد محقق
د اجرائیه رئیس دویم مرستیال محمد محقق

هغه ازادي راډيو ته وویل:

"که دوی منځګړیتوب نه وي کړی، وضعیت د خرابېدو په لوري تله، هغه وخت د موازي حکومت اعلان کیده او جنجال جوړېده."

د افغانستان جمهوري ریاست هم د اوباما تر مشرۍ لاندې د امریکا رول په دغو انتخاباتو کې مثبت ګڼي.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري ازادي راډيو ته وویل:

"د انتخاباتو په وخت کې موږ په یوه ځانګړي حالت کې وو او امریکا د یوه بنسټیز ملګري په حیث خپل رول ادا کړ او دا رول مثبت و، افغانانو تل په خپلو منځو کې خبرې اترې کړي او ستونزې یې حل کړي دي ولې په دې برخه کې زموږ د ملګرو په تېره بیا د امریکا رول ډېر اغېزمند و."

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري

له دې سره ارګ ماڼۍ وايي چې په وروستیو دوه کلونو کې د کابل او واشنګټن اړیکې له بل هر وخته ټینګې شوي دي.

ښاغلی چخانسوري وايي چې په دغې موده کې د جمهور رئیس غني او اوباما ترمنځ شاوخوا ۱۷ ویډيویې کنفرانسونه شوي دي.

له دې سره بارک اوباما د جمهوري ریاست په څلور کلنه دوه ځلي دوره کې څلور ځله افغانستان ته سفر کړی او هر ځل یې له کابل سره د دوامداره اړیکو په درلودلو ټينګار کړی دی.

افغانستان ته د هغه وروستی سفر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وه چې له جمهور رئیس غني سره یې وکتل.

اوباما اته کاله وړاندې دا سفر له دې ځایه پیل کړ خو اوس په همداسې یوه پړاو کې واک ډونالډ ټرمپ ته سپاري.

د اوباما حکومت د پریکړې له مخې د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ عسکر پاتې کېږي خو دا نه‎ده معلومه چې ټرمپ په دې اړه څه پلان لري.

له دې ټولو لوړو ژورو سره افغان حکومت په دې باور دی چې د امریکا د نوي ادارې سره به د افغانستان اړیکې لا پیاوړي شي.

د ارګ ویاند ښاغلي چخانسوري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې افغان حکومت هیله مند دی چې د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره به د کابل او واشنګټن اړیکې لا تودې او ښې شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG