د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

افغان طالبان عربي متحده اماراتو ته د تسلیت لپاره پلاوی لېږي


افغان طالبان هڅه کوي عربي متحده اماراتو ته بیا ډاډ ورکړي چې د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې پر عربي ډیپلوماټانو په برید کې دوی لاس نه‎لري.

په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه لوړ پوړي غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې افغان طالبان په پام کې لري یو پلاوی ولېږي څو د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره وګوري او هغوی ته د تسلیت ورکولو ترڅنګ واضحه کړي چې دوی د کندهار په برید کې لاس نه‎لري.

دغه طالب مشر ویلي چې دوی په افغانستان کې یو شمېر بهرني ډیپلوماټان او ماموریتونه په نښه کړي دي، خو د اسلامي هېوادونو ډیپلوماټانو ته یې هېڅ کله زیان نه‎دی رسولی.

د کندهار په چاودنه کې چې د جنورۍ په لسمه نېټه په کندهار کې د والي پر میلمستون وشوه د پنځو عرب ډیپلوماټانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.

که څه هم تر اوسه د دې پېښي مسؤلیت چا نه دی اخیستی، افغان چارواکي دا پېښه د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو کار بولي، خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

عربي متحده امارات یو له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په ۱۹۹۰میلادي کال کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی وو.

XS
SM
MD
LG