د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

داوود اساس: له ولسمشر غني سره د عطا محمد نور خبرې خنډ سره مخ شوي


کابل ته د بلخ ولایت د سرپرست له راتګ او له جمهوري ریاست سره د عطا محمد نور د خبرو اترو په تړاو اجرائیه ریاست کې ځینې سرچینې وایي چې دا خبرې اترې له خنډ سره مخامخ شوي.

خو د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي چې د عطا محمد نور له نېږدې کسانو نه دی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو وویل چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې دوام لري.

ښاغلی فرهاد وايي، په دې برخه کې پرمختګونه هم شوي او هیله‌مند دی چې دواړه لوري سره يوې هوکړې ته هم ورسېږي.

د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي
د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي

نوموړی وايي:

"ښاغلی نور دم‎ګړۍ په کابل کې دی، د مذاکراتو لړۍ هم دوام لري او د اسلامي جمعیت د مشرانو تر منځ هم جلسې کېږي چې شته اندېښنې له‎منځه لاړې شي، خبرې دوام لري، يو لړ پرمختګونه هم شوي، خو وروستۍ هوکړه لا نه‎ده شوې."

له ولسمشر سره د عطا محمد نور مذاکرات په لېندۍ میاشت کې پیل شوي خو د راپورونو له مخې دواړه لوري تر دې مهاله کومې هوکړې ته نه‎دي رسېدلي.

له ولسمشر سره د عطامحمد نور مذاکرات په لېندۍ میاشت کې پیل شوې
له ولسمشر سره د عطامحمد نور مذاکرات په لېندۍ میاشت کې پیل شوې

عطا محمد نور ته د نېږدې کسانو د معلوماتو له مخې د دغو مذاکراتو هدف، د اجرائیه ریاست پايښت، د سیاسي هوکړې عملي کېدل او په پرېکړو کې د اسلامي جمعیت ونډه ښودل شوې.

خو د عبدالله عبدالله ارشد سلاکار داوود اساس د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، عطا محمد نور له کمزوري دريځه د خبرو اترو مېز ته راغی چې دغو مذاکراتو ته‌یې د ولسمشر لېوالتیا کمه کړې.

ښاغلی اساس وايي، د اسلامي جمعیت زیاتره غړي له دغو مذاکراتو سره مخالف وو چې له امله‌یې اوس ښاغلی نور يوازې پاتې شوی.

نوموړی وايي:

"لکه څنګه چې ولسمشر غوښت چې اجرائیه ریاست او همدارنګه د جمعیت څخه يو شمېر غړي له ده سره وي خو استاد عطاد داسې ونه‌کړل او په کمزوري ډول خبرو ته راغی او ولسمشر هم پوه شو چې د نوموړي سره خبرې دومره ګټورې نه‎دي، دغه خبرې اترې اوس له خنډ سره مخ دي."

اجرائیه ریاست هم د ښاغلي اساس د دغو څرګندونو په تړاو په رسمي توګه لا څه نه‎دي ویلي خو د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي د پنجشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته وویل چې اجرائیه ریاست د دغو مذاکراتو په برخه کې له عطامحمد نور سره جدي اختلافات نه‎لري.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې له سیاسي او مخورو څېرو سره مشوره کول د ولسمشر په پروګرامونو کې شامل دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د پنجشنبې په ورځ د يوې خبرې ناستې پر مهال تائید کړه چې له عطا محمد نور سره مشورې دوام لري.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه:

"ښاغلی نور په هېواد کې يو له هغو مشرانو څخه دی چې په ملي مسایلو کې ورسره مشورې شوي او کېږي. همدارنګه د افغانستان ټول مشران او سیاسیون باید په دولت او ملي مسایلو کې ځان شریک وګڼي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه‌شته، کارونه پر مخ ځي او موږ په دې برخه کې د پرمختګونو شاهدان یو."

خو سره له دې چې عطا محمد نور ته نېږدې کسانو ویلي چې د ژمنو په عملي کېدو کې د عبدالله عبدالله پاتې راتلل عطا محمد نور اړ کړ چې له ولسمشر سره د خبرو اترو مېز ته کېني خو د سید اقا فاضل سانچارکي په ګډون د اجرائیه ریاست يو شمېر مشاورینو مخکې ویلي وو چې له ولسمشر سره د ښاغلي نور دغه خبرې اترې په شخصي مسایلو دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG