د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

مجاهد: پخواني ولسمشر رباني طالبانو سره میلیاردونو افغانۍ مرسته کړې


د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد وايي، کله چې طالبانو له سپین بولدک څخه خپل خوځښت پیل کړ، استاد برهان الدین رباني ورسره میلیاردونه افغانۍ مرستې کړې وې.

نوموړی زیاتوي چې ښاغلی دلیلي، مولوي فایض، ښاغلی چکري، واحدیار او یو شمېر مشران یې د استازو په توګه کندهار ته لېږلي وو او هم یې په کندهار کې مېشت قوماندان ملا نقیب ته قومانده وکړه چې خپلې وسلې طالبانو ته وسپاري.

د مجاهد په خبره چې دی د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړي فرمان د سولې عالي شورا سلاکار ټاکل شوی او د نوموړي د دندې په اړه کوم مکتوب د سولې عالي شورا ته نه دی راغلی.

د سولې شورا له سلاکار ښاغلي عبدالحکیم مجاهد سره زموږ همکار محبوب شاه محبوب مرکه کړې ده، دلته یې اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:16:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG