د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د کندز د سره صلیب دفتر تښتول شوی رئیس خوشې شو


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د سره صلیب دفتر تښتول شوی رئیس وروسته له ۲۸ ورځو د سړي تښتوونکو له منګلو روغ رمټ او پرته له پیسو ورکول وژغورل شو او په دې ولایت کې د سره صلیب دفتر ته تسلیم شو.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي د یکشنبې په ورځ ماښام مهال رسنیو ته وویل چې په دې ولایت کې د سره صلیب د دفتر رئیس خام کارلوز چې ۲۸ ورځې وړاندې د کندز-علياباد لویې لارې څخه د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا تښتول شوی و، نن ماښام خوشې شو:

حمیدي: خام کارلوز د سره صلیب کمېټې چارواکو ته وسپارل شو.
حمیدي: خام کارلوز د سره صلیب کمېټې چارواکو ته وسپارل شو.

"په کندز کې د سره صلیب کمېټې رئیس خام کارلوز ۲۸ ورځې وړاندې تښتول شوی وو، خو نن د تښتوونکو له منګلو څخه وژغورل شو او د سره صلیب کمېټې چارواکو ته وسپارل شو."

نوموړی زیاتوي چې ښاغلي کارلوز‌ یې نن ماښام کندز کې د سره صلیب دفتر چاروکو ته تسلیم کړی، خوله سړي تښتوونکو څخه څوک نه‌دي نیول شوي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه چې تښتوونکو غوښتل خام کارلوز د کندز چهاردرې ولسوالۍ له لارې بغلان یا کومې بلې سیمې ته انتقال کړي چې د امنیتي او کشفي ارګانونو د هڅو په پایله کې سړي تښتوونکو ته پرته له پیسو ورکولو خوشې شو:

"سړي تښتوونکو غوښتول چې کارلوز د پیسو په بدل کې خوشې کړي، خو هغوی پیسې ترلاسه نه کړې او پر هغوی باندې سیمه هم تنګه شوې وه، نو غوښتل یې دغه کس د چهاردرې ولسوالۍ له لارې کومې بلې سیمې ته انتقال کړي، خو پولیس هڅو سره د تښتوونکو له منګلو ازاد شو."

امنیه قوماندان که څه هم په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل خو وايي چې د دغه هسپانوي تبعه روغتیايي وضعیت اوس مهال ښه نه‌ دی، خو لاهم په دې اړه د دوی پلټنۍ دوام لري.

په کندز کې د سره صلیب دفتر یو شمېر داخلي او بهرنې کارکوونکي د دې ولایت امنیه قوماندانۍ ته راغلي وو او د ښاغلي کارلوز د تسلېمېدو پرمهال یې د کندز د امنیه قوماندانۍ له منسوبینو څخه مننه وکړه چې د کارلوز په خوشې کېدو کې یې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هڅې کړي دي:

"موږ د سره صلیب نړیوالۍ کمېټې په استازیتوب له تاسو څخه همدارنګه له هغو کسانو څخه مننه کوه چې زموږ د همکار په خوشې کېدو کې له موږ سره مرسته کړې، اوس موږ کارلوز خپل دفتر ته بیایو ځکه روغتیايي وضعیت یې ښه نه دي او هرکله چې تاسې وغواړي موږ ستاسو په خدمت کې یو."

د معلوماتو له مخې، د سره صلیب کمېټه په افغانستان کې له جنګي بندیانو سره مرسته، معلولینو ته د خود کیفايي په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، د جنګ قربانیانو ته روغتیايي خدمتونه چمتو کوي، پر بې‎وزلو خلکو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشي، له داخلي بې‏ځایه شویو کورنیو سره مرستې کوي او د اوبو رسونۍ برخه کې هم فعالیت کوي.

تر دامهاله هېڅ یوې وسله والې ډلې کندز کې د سره صلیب د تښتول شوي رئیس د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د کندز د سره صلیب دفتر تښتول شوی رئیس خوشې شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

پخواني معلومات

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سره صلیب دفتر تښتول شوی رئیس‌یې خوشې کړی دی.

د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي څو شېبې مخکې رسنیو ته وویل چې کندز کې د سره صلیب رئیس خان کارلوس چې ۲۸ ورځې وړاندې د کندز علي‎اباد لویې لارې څخه د ناپېژنده وسله‎والو له لوري تښتول شوی و، نن ماښام خوښې کړای شو.

دی دغه‌راز زیاتوي تښتوونکو غوښتل چې خان کارلوس د کندز چهاردرې ولسوالۍ له لارې بغلان یا کومې بلې سیمې ته ولېږدوي چې د امنیتي او کشفي ارګانونو د هڅو په پایله کې برمته کوونکو ته له پیسو ورکولو خوشې شو.

ښاغلی حمیدي که څه هم په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل خو وايي چې د دغه هسپانوي تبعه روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی.

چارواکو دغه‌راز وویل چې ښاغلی کارلوس‌یې نن ماښام کندز کې د سره صلیب دفتر ته تسلیم کړی خوله تښتوونکو څخه څوک نه‌دي نیول شوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG