د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

چارواکي: روسي استخباراتو د ټرمپ په اړه هم پټ معلومات ترلاسه کړي


امریکايي چارواکو بېلابېلو رسنیو ته ویلي، په هغو راپورونو کې چې تېره اوونۍ د امریکا د امنیتي او استخباراتي ادارو مشرانو منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وړاندې کړل، دا ادعا هم شامله ده چې د روسیې استخباراتي مأمورینو د ټرمپ په اړه هم پټ معلومات ترلاسه کړي دي.

امریکايي رسنیو د دغه هېواد د دوو چارواکو په قول ویلي، په هغه لیک کې چې تېره اوونۍ د امریکا د امنیتي او استخباراتي ارګانونو له لوري ولسمشر بارک اوباما او منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ورکړل شو، د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د استخباراتي ادارو د دخالت اسناد شامل دي.

خو منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله ټویټرپاڼه کې د استخباراتي ادارو راپور جعلي بللی او ویلي یې دي، دا سیاسي حرکت د تېر ایستلو لپاره دی.

د ټرمپ ټیم په دې اړه فوراً له څه ویلو ډډه کړې ده.

د دوو امریکايي چارواکو له‌منځه چې نه‌یې غوښتل نومونه‌یې یاد شي، یوه ویلي چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره او نورې امنیتي-استخباراتي ادارې تحقیقاتو ته دوام ورکوي.

دا پټ معلومات تېره اوونۍ د «اېف. بي. آی» د رئيس جېمز کومي، د ملي امنیت سلاکار جېمز کلېپر، د «سي. آی. اې» رئيس جان برېنان او د ملي امنیت ادارې د رئيس مایک راجرز له لوري ښاغلي اوباما او ټرمپ ته ورکړل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا د استخباراتي ادارو د رئیسانو د راپور لنډیز د کانګرس مهمو غړو او نورو دولتي چارواکو ته په لاس ورغلی دی.

په یوه استخباراتي راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امر کړی چې په انتخاباتي مبارزو کې د ډونالد ټرمپ د بري لپاره د ده د سیالې هېلري کلېنټن د بې‌اعتباره کولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

دا معلومات تر یوه حده د بریتانیا د بهرنیو استخباراتو د ادارې (اېم. ای سېکس) له یادښتونو سره سر خوري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، روېټرز خبري اژانس او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس او نورو اژانسونو هم د امریکايی چارواکو له قوله دې ته ورته معلومات خپاره کړي دي.

XS
SM
MD
LG