د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

ټېلرسن د روسیې، ایران او د نړۍ اقلیمي بدلون په اړه څه فکر لري؟


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې ادارې د بهرنیو چارو وزیر په توګه د اېکسُن موبایل "Exxon Mobile" شرکت د مشر رکس ټېلرسن په انتخابولو سره یو داسې قوي پیغام استولی چې ګواکې په جدي ډول غواړي له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو برخه کې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو ژمنې عملي کړي.

اوس تر ډېره دې ته توجه کېږي چې "رکس ټېلرسن" چې د جنورۍ په ۱۱مه په یوه استماعیه غونډه کې حاضرېږي، د روسیې، ایران او د نړۍ د اقلیمي بدلون په اړه څه ډول فکر کوي؟

رکس ټېلرسن د اکسن موبایل شرکت د مشر په توګه له ۱۹۹۰ کال راهیسې له روسیې سره اړیکې لري.

۶۴ کلن ټېلرسن چې د ډیپلوماتیکو کارونو سابقه نه‎لري، د روسیې د مشرانو په اړه ډېرې څرګندونې لري.

نوموړي څو ځله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي او د نفتو د هغه شرکت مشر دی چې پوتین له روسیې سره د "دوستۍ"دولتي نښان ورکړی دی.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د روسیې پلوی او د ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د هغه هېواد همکار بلل کېږي ویلي چې پر روسیې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو پر احتمال غور کوي.

رکس ټېلرسن په ‎داسې حال کې چې تر ډېره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د کرملېن پر پالېسیو له انتقاده ډډه کوي، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د سنټ پیټرزبرګ د اقتصادي غونډو پر مهال ویلي وو چې روسیه باید خپل عدلي او قضایي سیسټم پیاوړی کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال له ایران سره پر اټمي تړون انتقاد کړی او ژمنه‌یې کړې وه چې دغه تړون به لغوه کوي او د لا ډېرو امتیازاتو لپاره به بیا مذاکره کوي.

رکس ټېلرسن چې د نړۍ تر ټولو لوی شرکت مشري یې کړې، غواړي د هغو نویو امتیازاتو ترلاسه کولو برخه کې عمده رول ولوبوي چې ډونالد ټرمپ‌یې له ایرانه ترلاسه کول غواړي.

داسې ښکاري چې رکس ټېلرسن د ایران او امریکا یې شرکتونو تر منځ د راکړې ورکړې د احتمال په اړه مثبت نظر لري.

نوموړي مارچ میاشت کې په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي وو:

"د اېکسن موبایل شرکت به حتماً ایران کې د پانګونې احتمال ارزوي، ځکه ایران لویې ذخیرې لري."

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې چې د نړۍ د اقلیمي بدلون په اړه به د پاریس په تړون کې د واشنګټن ګډون له‌منځه وړي.

بل‎خوا د ټېلرسن له قوله ویل شوي چې په اکټوبر میاشت کې یې ویلي د اېکسن موبایل شرکت له دې ټکي سره هم‎نظره دی چې د نړۍ اقلیمي بدلون یوه ریښتینې مسئله ده او د جدي اقداماتو خبره‌یې کړې وه.

رکس ټېلرسن په عین وخت کې خوشبیني هم ښودلې وه چې د نړۍ اقلیمي بدلون هغه خطرونه چې انسانانو رامنځته کړي، د کنټرول وړ دي.

XS
SM
MD
LG