د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

کندز کې روان کال څه باندې یو ټُن نشه‎يي توکي کشف او ضبط شوي


د کندز امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي د روان کال له پیله تر اوسه پورې د دې ولایت پولیسو له‎خوا یو نیم ټُن بېلابېل ډوله نشه‎یي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د نیول شویو نشه‎یي توکو په تړاو ۶۶ تنه مشکوک کسان هم نیول شوي او د ډېرو پلټنو په خاطر عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي
د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"روان کال کې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پرسونل له‎خوا یونیم ټُنه بېلابېل ډوله مخدره توکي سره له ۸ عرادې موټرو کشف او ضبط شوي دي او په تړاو یې ۶۶ تنه مشکوک کسان هم نیول شوي دي او د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پولیسو هڅې د قدر وړ دي."

ښاغلي حمیدي زیاتوي چې د نشه‎یي توکو کشف او ضبط او د قاچاق‌برانو نیول د سیمې د امنیت په ټينګښت کې رغنده رول لري.

نوموړی وايي:

"وسله‌‏وال مخالفین زیاتره د مخدره توکو قاچاق‌ له لارې تمویل او اکمالېږي، نو کله چې د مخدره توکو تولیدي کارخانې له‎منځه وړل کېږي او مخدره توکي نیول کېږي نو دا په خپله د امنیت په راوستو کې مثبت رول لري."

د نوموړي په وینا چې خپلې هڅې نور هم ګړندۍ کوي، څو د مخدره توکو د قاچاق‌ او قاچاق‌برانو مخه ونیسو چې د وسله‎والو مخالفینو تمویلي سرچېنې له‌منځه ولاړې شي او په سیمه کې امنیت ټينګ شي.

په ورته وخت کې کندز کې د نشه‏‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد وايي چې له اووه کالو راهیسې کندز د هېواد له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې د کوکنارو د کرکېلې کچه په‎کې صفر ته رسېدلې خو دې ولایت ته مخدره توکي له نورو ولایتونو څخه را انتقالېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG