د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

لښکرګاه کې د ځانمرګي برید له امله ۷ تنه وژل شوي


د هلمند امنیتي چارواکي وايي په لښکرګاه ښار کې څو شېبې وړاندې ځانمرګی برید شوی.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقانور کین‌توز وايي چې دغه برید د لښکرګاه ښار اړوند د «B-Two-one» سیمه کې پر یوه ملکي کور ترسره شوی دی چې ۷ کسان‌يې وژلي او ۶ نور ټپیان دي.

کین‌توز وايي د ځانمرګي سره موټر هم و، خو هغه چاودنه نه‌ده کړې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې برید څو شېبې وړاندې د یوه قومي مشر خدایداد پر کور شوی دی.

هغه بیا ازادي راډیو ته وویل په دې برید کې ۱ کس وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي.

ځواک وویل دا لا څرګنده نه‌ده چې په دې برید کې څو ملکیان وژل شوي او څو د ملي امنیت د خاصې قطعې سرتېري.

وسله‌والو طالبانو د دغه برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې د استخباراتو پر یوې غونډې یې حمله کړې او دغه‌راز ګڼو کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې.

ویل کېږي خدایداد د ملي امنیت د خاصو ځواکونو قوماندان هم دی او د برید پر مهال‌يې په کور کې غونډه روانه وه.

د ملي امنیت دغه قطعه په دې وروستیو کې جوړه شوې ده او ویل کېږي د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې يې ښه نتیجه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG