اوس چې جګړې د لښکرګاه تر پولو رسېدلي دي هلمند ته د امریکايي ځواکونو تلل د افغان ځواکونو سره څومره مرسته کولای شي.
په دې اړه د هلمند عام خلک او دولتي مسئولین بېلابېل نظرونه لري.
د لښکرګاه پر واټونو د افغان ځواکونو د ټانګونو شمېر ډېر شوی دی، دا ځکه چې د موسي کلا، نوزاد، ناوې او خانشین ولسوالیو تر پوره سقوط او د نادعلي، ګرمسېر، سنګین، کجکي او واشیر ولسوالیو تر محاصرې وروسته ګڼ شمېر سرتېري د لښکرګاه ښار په دوهمې او درېیمې امنیتي حوزو کې د وسلهوالو سره په جګړه بوخت دي.
په دې اړه د ازادي راډیو محمد الیاس داعي راپور واورئ: